Homeخبرونهسېلونو لږترلږه ۱۰ تنه وژلي او ډېر مالي تاوانونه اړولي

سېلونو لږترلږه ۱۰ تنه وژلي او ډېر مالي تاوانونه اړولي

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا لومړۍ) د سختو ورښتونو او سېلونو له کبله په بغلان ولایت کې لږترلږه ۱۰ تنه مړه شوي او ډېر مالي تاوانونه پېښ شوي دي.

د سالنګ په شمول د شمالي ولایتونو یو شمېر لارې د سېلونو د بهېدو له کبله بندې شوي دي.

په بغلان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس هدایت الله بدري وویل چې په بغلان کې لږترلږه ۱۰ تنه مړه شوي. د بدري په وینا ډېری مرګ ژوبلې په مرکزي بغلان او بورکه ولسوالیو کې اوښتې دي.

ښاغلی بدري همداراز وویل چې سېلونو د بورکې او مرکزي بغلان ترڅنګ په ډنډغوري، دهنه غوري، خنجان او تاله وبرفک ولسوالیو کې تر سلو زیات کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه مځکه تخریب کړې ده.

له بلې خوا د ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لاره د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو له امله په موقتي ډول بنده شوې ده.

چارواکو نن (جمعه) وویل چې سېلونو د افغانستان دا مهم ترانسپورتي دهلېز د تګ راتګ پر مخ بند کړی دی.

د ټولګټو وزارت ویلي، د سالنګ په شمالي برخه کې سېلونو د کابل او شمالي ولایتونو ترمنځ تګ راتګ درولی دی.

وزارت همداراز ویلي چې د تخار-بدخشان لویه لاره هم د قره‌کمر په سیمه کې د سېلونو له امله تړل شوې ده.

په بدخشان ولایت کې هم سېلونو لارې بندې کړي او مالي تاوانونه یې اړولي دي.

په وروستیو ورځو کې سېلونو د هېواد په څو ولایتونو کې د ترانسپورت شبکې ګډې وډې کړي او سړکونو او زیربناوو ته یې زیان رسولی دی.

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د مارچ له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې د سېلونو اړوند پېښو کې لږ تر لږه ۲۵۰ کسان مړه شوي او ۳۴۴ نور ټپیان دي.

ادارې ویلي چې په دې موده کې تر ۱۷ زره او ۳۰۰ زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي، او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم زیانمن شوي دي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د طبیعي پېښو له ډېرو زیانګالو هېوادونو ګڼل کېږي، او هر کال له ناڅاپي سېلونو، وچکالۍ او نورو سختو اقلیمي پېښو سره مخامخ وي. مرستندوی بنسټونه او د اقلیم متخصصان وایي، څو لسیزې جګړې، د چاپېریال خرابوالی او کمزورې زیربناوې سبب شوي چې د اقلیمي بدلون اغېزې لا پسې زیاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...