نن سبا ورځ پره ورځ هوا ګرمیږي او ځینې کسان ډيرې خولې کوي، او بعضې کمې. په دې اړه مې دا لیکنه چمتو کړې ده.
خولې کول یا Hyperhidrose
کله به مو داسې کسان لېدلي وي چې زیات خولې کېږي او يا هم کېدای شي تاسو له زیات خولې کېدلو څخه شکایت ولرئ که چېرته له اندازې زیات نه وي نو کومه جدې خبره نه ده خو که چېرته له اندازې زیاته شي نو کېدای شي په بدن کې د کومې شته ناروغي نښه وي چې هم پرې اخته کس او هم يې ډاکټر په اسانه پوهيږي چې د څه شي له امله منځ ته راځي.
کېدای شي زیات لاملونه ولري خو د شکرې ناروغۍ، لوړ فشار، انتاني او ځينې تايرويئډي ناروغۍ يې په منځ ته راتلو کې زیات د يادونې وړ دي.
که چېرته په ګرمه هوا يا د کوم فزیکې فعالیت په وخت کې زیات خولې کېږئ نو دا ډول خولې کېدل د بدن يوه طبعي پروسه ده د تشویش او انديښنې وړ نه ده ځکه په داسې حالت کې خوله کول بې خطره او په زغرده ویلای شو چې د کومې ناروغۍ نښه نه بلله کېږي خو که له اندازې زیاتېږي يانې پرته له ګرمې هوا او فزيکې فعالیته زیاته خوله راځي نو په کار ده چې په اړه يې له ډاکټر سره مشوره وشې څو اړوند معاینات ترسره او ستونزه مالومه شي.
که د شکرې، لوړ فشار، د تايرویئد غدې ناروغي او يا هم په وجود کې د کومې انتانې مداخلې څرک ووينئ يا نارمل ناست ياست مثلا تلویزون ته ګورئ يا ارام پراته ياست او یو ناڅاپې خولې درباندې راشي نو په کار ده دا خوله جدې وګڼئ او په اړه يې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
خولې کېدل په دوه ډوله دي
لومړی هغه خولې کېدل چې د ګرمې هوا او فزیکی فعالیت په حالت کې څوک خولې کېږي دا ډول خولې کېدل معمولا د وجود د نارملې ګرمی په مانا ده (ستاسو وجود نارمل سړو) ته ضرورت لري.
دوهم ډول يې په وجود کې د شته ناروغۍ يا عامل نښه بلل کېدای شي چې په کار ده په اړه يې له ډاکټر سره مشوره وشې
د خولې کېدلو درملنه:
نرمې او نسبتا نرۍ جامې واغوندئ له نخي جامو څخه استفاده وکړئ چې خولې جذب کړي، مصنوعي جامې مه اغوندئ ځکه ورېښم، نایلون او پولیستر جامي خولې نه جذبوي او په خپله هم د خولو سبب کېږي.
د خولې ضد توکي استعمال کړئ خو فکر مو وي چې د بوی ضد توکي د خولو ضد نه دي.
د خولو ضد درمل چې په بازارونو کې خرڅيږي واخلئ خو فکر مو وي چې د ډاکټر له مشورې پرته يې استعمال نه کړئ.
دا درمل د المونیم کلوروهیدرات یعنې د المونیم مالګې دي چې د خولو کېدلو مخه نیسې او د بدن په هره برخه باندي وهل کېږي.
د خولې کېدو د درملنې لپاره نورې لارې چارې هم شته چې پکار ده په اړه يې ډاکټر له فزیکي او نورو تشخیصيه لارو چارو وروسته تصمیم ونیسي.
د شپې له خوا خولې کېدل:
که څه هم د شپې له لورې خولې کېدلو ستونزه دومره زیاته نه وي خو ځينو کسانو ته د شپې له خوا دا ستونزه پیدا کېږي، د شپې په اولو کې يې بستر وچ خو د سی وخت په تېرېدو سره يې بستر په خولو باندي لوندېږي.
د اوسېدو ګرمه خونه، خوب لېدل، يا د ځېنو ځانګړو شیانو خوړل د شپې له لوري په خوب کې د خولې کېدو ستونزه را منځ ته کوي.
ژور خپګان او رواني ستونزي هم کیدای شې د خولې کېدو لامل شي.
په ځینو ښځو کې د شپې له لورې خولې کېدل که څه هم طبعي وي خو بیا يې هم په خوب کې ګډوډي را منځ ته کوي چې په کار ده په اړه يې پلټنه وشې.
که چېرته څوک د ورځې په اوږدو کې د خولې کېدو ستونزه ولري نو د شپې هم کېدای شي چې له ورته ستونزې سره لاس او ګريوان وي.
د شپې له لوري بیا بیا خولې کېدل معمولا د بدن له تبې سره د مقابلې په مانا دی چې کېدای شي تبه د خفیف انتان انفلونیزا همدارنګه د سینه بغل ، د ځيګر التهاب، د بدن د دفاعي ځواک ګډوډي د تایرويئد غدې ناروغۍ، د وينې د سرطان ، مغزي سکتې د زړه د ناروغي او داسې نورو له امله وي
کله چې ستاسو خولې له اندازې زیاتې شي ، کالي مو لامدی وي يا مو له بدنه څاڅي، او یامو هم د لاسونو ورغوي تل د خولو له امله لامدی وي په داسې حال کې چې تاسو به په یخ هوا يا داسې خونه کې یاست چې هوا به يې هم نسبتا سړه وي نو ډاکټر ته يې ضرور په اړه د مشورې لپاره ورښيئ ځکه خوله که له اندازې زیاته شې په ورځنیو چارو کې خنډ را منځ ته کوي.