تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د ابو علي سينا بلخي په نوم د درملو دوهم ملي او نړیوال نندارتون نن، د جمعې په ورځ، په کابل کې پای ته ورسېد.
د پای په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر د کورني تولید پر پیاوړتیا او د روغتیايي محصولاتو د کیفیت او کمیت پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل: «له سوداګرو، هېوادوالو او هغو افغان پانګهوالو څخه چې په بهر کې دي، زموږ غوښتنه دا ده چې په کورني تولید، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې، پانګونه وکړي. همداراز له کورنیو تولیدوونکو غواړو چې معیارونو او کیفیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي، او له خلکو او روغتونونو هم غوښتنه کوو چې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.»
چارواکو وویل چې دغه نندارتون د سوداګرو، صنعتکارانو او خلکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو، او سوداګر او تولیدوونکي یې د ملي ویاړ سرچینه وبلل.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد وویل: «موږ د روغتیا، درملو او نورو برخو کې ښې اسانتیاوې لرو، او هڅه کوو چې هېوادوال له دغو خدمتونو ګټه واخلي.»
د پای په مراسمو کې د ګډونوالو شرکتونو ترمنځ څو سوداګریز قراردادونه هم لاسلیک شول.
ځینو ګډونوالو وویل چې د خپلو تولیداتو او خدمتونو د معرفي کولو ترڅنګ یې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره نوي تړونونه او هوکړې هم ترلاسه کړې دي.
دغه نندارتون په داسې حال کې پای ته ورسېد چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید فابریکو شمېر زیات شوی دی.
د شمېرو له مخې، اوس مهال په هېواد کې د درمل جوړولو ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي، او ۱۱۷۰ ډوله درمل او روغتیايي محصولات په افغانستان کې ثبت شوي دي.