دوشنبه, فبروري 23, 2026
Homeخبرونهنامتو هندي هنرمن امیتاب بچن د خپل زوی مینه او اخلاص ستایلي

نامتو هندي هنرمن امیتاب بچن د خپل زوی مینه او اخلاص ستایلي

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) نامتو هندي فلمي ستوري امیتاب بچن خپل زوی ابیشیک بچن د خپل ژوند په سختو شېبو کې د ارامتیا او ډاډ سبب بللی دی.

د بالیووډ افسانوي اداکار امیتاب بچن او د هغه زوی، اداکار ابیشیک بچن، تل د فلمي نړۍ تر ټولو محبوب پلار او زوی شمېرل شوي دي. دواړه ډېری وخت خپله چوپه خو ژوره مینه او احساساتي اړیکه د جالبو شېبو له لارې څرګندوي. اوس امیتاب یوه داسې ډېره شخصي شېبه شریکه کړې چې د دې اړیکې اصلي روح ښه انځوروي.

۸۱ کلن امیتاب بچن په خپل وروستي بلاګ کې لیکلي چې څنګه د ده خونې ته د ابیشیک ناڅاپي او بې‌خبره ننوتلو، هغه ته د اضطراب او بې‌قرارۍ په حالت کې سکون او راحت ورکړ.

امیتاب لیکلي:
«د ګډوډۍ، بې‌لارېتوب او بې‌وسۍ په کړاو کې، هغه وخت اراموونکې سا اخیستلی شي چې زوی یې بې له مخکیني خبره ناببره خونې ته ورننوځي. دا شېبه حیرانوونکې وي او ورسره ټولې منفي اندېښنې، فکرونه او بې‌قراري له منځه ځي.»

په همدې ترڅ کې امیتاب د زوی د مینې او اخلاص ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ابیشیک یو ښکلی، مهربان ملګری، انډیوال او تر دې هم ډېر څه دی.

هغه همداراز د دې خبرې لپاره شکر ایستلی چې د سینما د لوبغاړي په توګه له عام ژونده څو لسیزې وروسته هم کورنۍ ورته سکون او باور بخښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان لنډ معاصر تاریخ کتاب له چاپه تازه راووتئ

د کتاب په لومړۍ برخه کي د تاریخ پر علم، د تاریخ پر دورو، د تاریخ پر اهمیت او تاریخي تمدنونو بحث سوی دئ....