دوشنبه, فبروري 23, 2026
Homeخبرونهیوناما په رسمي ډول د پاکستان هوایي یرغل کې د ملکیانو مرګ...

یوناما په رسمي ډول د پاکستان هوایي یرغل کې د ملکیانو مرګ ژوبله تائيد کړه

تاند ( یکشنبه د کب – حوت ۴مه ) ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره تایید کړه، چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه پاکستاني ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژلي دي.

د یوناما د مالوماتو له مخې، دغه بریدونه د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې په نښه شوي، د فبرورۍ پر ۲۱مه شپه ناوخته په بهسود او خوږیاڼو ولسوالیو کې بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۸ زده‌کوونکي/ زده‌کوونکې هم وژل شوي

د یوناما په وينا، د پکتيکا برمل ولسوالۍ په مرغۍ سیمه کې پر یوې مدرسې برید شوی چې نږدې جومات ته یې هم زیان اړولی دی.

همدارنګه په ارګون ولسوالۍ کې پر یوه خالي استوګنیز کور هم برید شوی، خو تر اوسه یې د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

یوناما پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره سمدستي جګړې او نښتې بندې کړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې ټولې غاړې باید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو پر بنسټ د ملکي وګړو او نظامي اهدافو ترمنځ توپیر، تناسب او احتیاط په پام کې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د بریتانیا په سالزبري کې د افغان کلتور یو ورځنی فستیوال

تاند (شتبه، د کب/ حوت ۲ مه) د بریتانیا سالزبري Salisbury ښار به د افغان کلتور او خوړو د یو ورځني فستیوال کوربه وي. دا...