تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) په نړۍ کې میلیونونه خلک خپله ورځ د کافي یا قهوې له څښلو پرته نیمګړې ګڼي، خو د شکر (دیابیطس) ناروغانو لپاره دا پوښتنه ډېره مهمه ده چې ایا کافي د وینې د شکر کچې ته ګټوره ده که زیانمنه. د کارپوهانو په وینا، د وینې پر قند د قهوې اغېز له څو عواملو سره تړاو لري، لکه د کافي څښلو وخت، د هغې اجزا، او د کافین پر وړاندې د هر کس حساسیت.
څېړنیز راپورونه ښيي چې ساده توره کافي عموماً د وینې د شکر کچه په څرګند ډول نه لوړوي. د امریکا د شکر ټولنې په وینا، بې له بورې کافي په معتدله اندازه د شکر ناروغانو لپاره خوندي ده، خو د هر چا په غبرګون کې توپیر شته.
د انسان په بدن کې د شکر کچه د ورځې په اوږدو کې په طبیعي ډول لوړېږي او راټیټېږي، په ځانګړي ډول له خوړو وروسته، کله چې کاربوهایډرېټونه په ګلوکوز بدلېږي. په دې حالت کې د کافي اغېز د نورو خوړو له عواملو سره یو ځای څرګندېږي.
کارپوهان وایي، کافي هغه مهال زیانمنه کېدای شي چې پکې بوره، خواږه شربتونه یا ډېره کالوري لرونکي کریمرونه (هغه غوړې شیدې یا کریم چې په قهوه کې اچول کېږي) اضافه شي، ځکه دا د د وینې قند د لنډ وخت لپاره زیاتوالی شي. سربېره پر دې، کافین په ځینو کسانو کې د فشار هورمونونه، په ځانګړي ډول کورټیزول، فعالوي چې له امله یې ځیګر اضافي ګلوکوز خوشې کوي. دا اغېز په ځانګړي ډول هغه وخت ډېر وي چې کافي په تشه معده وڅښل شي، او په هغو کسانو کې چې د کافین پر وړاندې حساس وي لا شدید ښکاري.
د وینې قند د منفي اغېزو د کموالي لارې:
د روغتیايي کارپوهانو په اند، د کافي منفي اغېزو د کمولو لپاره غوره ده چې کافي له خوړو سره وڅښل شي، په ځانګړي ډول که په خوړو کې پروټین یا سالم غوړ شامل وي. له بورې او شربتونو څخه ډډه وکړئ یا شوګر فري بدیلونه وکاروئ. په تشه معده د ډېرې کافین لرونکې کافي له څښلو ځان وساتئ او د وینې د شکر کچه په منظم ډول وڅارئ، تر څو خپل انفرادي غبرګون ښه وپېژنئ.