تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) د پاکستان له لوري د یکشنبې په سهار د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د هوايی یرغل په نتیجه کې لږ تر لږه اته زدهکوونکي – پنځه هلکان او درې نجونې – وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) وايي چې د پاکستان په بمبارۍ کې ۱۱ ماشومان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت په افغانستان (یوناما) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د ختیځ پر ځینو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته یې د ملکي تلفاتو په اړه «باوري راپورونه» ترلاسه کړي دي. د یادې ادارې په وینا، لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځ د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې د شپې شاوخوا ۱۱:۴۵ بجې او د فبرورۍ د ۲۲مې د سهار تر ۱۲:۱۵ بجو پورې د ننګرهار ولایت د بهسود او خوګیاڼي ولسوالیو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
لومړني ارقام ښيي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، یوناما ویلي دي.
د پوهنې وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ د دې غمجنې پېښې خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دا ډول بریدونه په سیمه کې پر ملکي وګړو او زدهکوونکو جدي اغېز لري.
د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه، همداراز وویل چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه کې یو زدهکوونکی ټپي شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې پر ولسوالي هم د یکشنبې په سهار وختي د پاکستاني پوځ یرغل کړی دی.
راپورونه وایي چې په دغو هوايي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. افغان چارواکي او ولسي وګړي وايي چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې بریدونه د عام خلکو پر کورونو او عامه سیمو شوي دي.
ځايي سرچینې د ویجاړۍ صحنې انځوروي؛ کورنۍ د کنډوالو په منځ کې د خپلو خپلوانو د موندلو هلې ځلې کوي او د ژغورنې ډلې د بند پاتې شویو کسانو د ایستلو هڅې کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت دا بریدونه وغندل او ویې ویل چې دا د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او ملکي وګړو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.