تاند ( دوشنبه د کب – حوت ۴مه) د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځي رژیم په هوایي یرغل کې د ۱۸ مړو له منځه د ۴ کسانو جسدونه تر اوسه هم نه دي موندل شوي.
دغه یرغل وړمه شپه ۱۲ بجې پاکستاني پوځي رژیم پر ملکیانو کړی وو.
د دې برید نن دوهمه ورځ هم په تېرېدو ده خو د ځایي خلکو په وینا د ۴ تنو جسدونه لاهم نه دي موندل شوي او پلټنې پسې روانې دي.
د هغې کورنۍ چې هوایي یرغل پرې شوی خپلوان وایي چې، چا خپلې غریبۍ ته هم پرېنښودل او د کورنۍ غړي یې ترې واخیستل.
هند: پاکستان پر بهر د خپلو کورنیو ناکامیو د تپلو لپاره پر افغانستان بریدونه کړي
دوی وایي:
« موږ غریبکاره خلک یو، دهقانان خلک یو، هېچاسره مو اړیکه نشته، خو چاغریبۍ ته پرېنښودل یو ماما مې ژوندی پاتې دی نو ټول شهیدان شوي یوازې ۴ اوس هم ورک دي پیدا شوي نه دي».
په ۱۳ موندل شویو مړو کې ۸ د ښوونځي زده کوونکي وو چې پنځه یې هلکان او درې نجونې وې.
د خپلوانو په وینا یې چې، دغه زده کوونکی له لومړي نیولې تر دریم ټولګي زده کوونکي وو چې، پاکستاني پوځ ووژل.
وایي:
« اوس یې هم بکسې تر خاورو لاندې دي، ځینې بکسې یې تاسې وینئ، ظلم یې وکړ».
بل لورته عام افغانان بیا له طالبانو غواړي چې، د دې برید غچ واخلي او یوازې دې پر خبرو خلک نه تېر باسي.
دغه برید په کوردننه او د باندې سخت غبرګونونه راپارولي او خلک یې سخت اغېزمن کړي دي.
د پاکستان په هوايي برید کې لږ تر لږه ۸ زدهکوونکي/ زدهکوونکې هم وژل شوي