تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۴ مه) هند د یکشنبې په ورځ پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه، چې له کبله یې ملکي وګړو ته مرګژوبلې اوښتي، په کلکه وغندل.
نويډیلي دغه بریدونه د پاکستان له لوري په بهر د خپلو کورنیو ناکامیو د تپلو یوه بله هڅه وبلله او د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره یې خپل ملاتړ بیا تکرار کړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وویل:
«هند د پاکستان هغه هوايي بریدونه په کلکه غندي چې د افغانستان پر خاوره یې کړي او د روژې په مبارکه میاشت کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده.»
هغه زیاته کړه: «دا د پاکستان له خوا د خپلو په بهر باندې د خپلو کورنیو ناکامیو د اړولو یوه بله هڅه ده. هند یو ځل بیا د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ کوي.»
نوموړي دا څرګندونې د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.
بل لور ته، پاکستان وویل چې دا هوايي بریدونه یې په افغانستان کې د لږ تر لږه پر اوو وسلهوالو پټنځایونو کړي، چې موخه یې په هېواد کې د وروستیو بریدونو غچ اخیستل وو.
اسلاماباد ادعا وکړه چې په دغو پوځي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ «ترهګر» وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري له جیونیو زسره په خبرو کې وویل:
«افغانستان له ډېرې مودې راهیسې ترهګري صادروي. پاکستان د خپلو وګړو د ژوند او مال د خوندي کولو لپاره ټول لازم ګامونه اخلي.»
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا بریدونه غندلي او ویلي چې په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر بېګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان وژل شوي او ټپیان شوي دي.