روسان وایي چې په افغانستان کې د دوی جگړه د وطن لپاره وه او دا د دوو ابرقدرتونو ترمنځ سیالي وه، نه د افغانستان د خلکو پر ضد.
امریکایان هم ورته استدلال کوي. دواړه لوري هڅه کوي چې خپله مداخله د خپلو ستراتیژیکو گټو، امنیتي اړتیاوو او نړیوال توازن په نوم توجیه کړي.
موږ که ومنو چې دا د دوو غولانو ترمنځ ددوی د ستراتیژیکو اقتصادي او امنیتي گټو تر مینځ جگړه وه، نو اساسي پوښتنه دا ده: دا جگړه چېرته ترسره شوه؟
په واشنگتن او نیویارک کې؟
او که په مسکو کې؟
نه، دا جگړه زموږ په کليو، بانډو، ښارونو او غرونو کې ونښته. دا زموږ پر خاوره توده شوه، او قربانیان یې زموږ خلک وو.
د دې ستراتیژیکو محاسبو او نړیوالو رقابتونو تر شا، انساني فاجعه پرته وه.
پرته له معنوي زیانونو شاوخوا تر دوه میلیونه افغانان تر خاورو لاندې شول.
شپږ میلیونه افغانان اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او د هجرت تریخ ژوند تجربه کړي. میلیونونه نور په خپل وطن کې بېځایه شول. کورنۍ وپاشل شوې، ماشومان یتیمان شول، او میندې د غم په ټغر کیناستې.
ملي ارزښتونه، چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوي وو، سخت زیانمن شول. دودونه، فرهنگي پیوستون، ملي او د گډ ژوند روحيه ورو ورو کمزورې شوه. هغه ټولنیز تړون چې ولسونه یې سره نښلولي وو، درز، درز شو.
جگړې یوازې ودانۍ نه ورانولې؛ بلکې بنسټونه یې ونړول.
مرکزي حاکمیت زیانمن شو او پر ځای یې محلي زورواکي راڅرگند شول.
ټوپکسالاري او تنظیمسالاري د قانون او ملي ارادې ځای ونیو. د پردیو اجیر لښکرونه او ملیشې د ملي اردو او منظم حاکمیت بدیل وگرځیدل.
دا حالت نه یوازې د دولت جوړونې بهیر وځنډاوه، بلکې افغانستان یې نږدې په غیر رسمي ډول په نفوذي حوزو او سیمو ووېشه. هره سیمه د یوه ټوپکسالار تر واک لاندې شوه، او ملي یووالی د شخصي، حزبي او تنظيمي گټوقرباني شو.
هغه هېواد چې کولی شو د طبیعي منابعو، جغرافیایي موقعیت او ځوان نفوس له برکته د سیمې د وصل نقطه شي، د دوامدارې جگړې په اور کې وسوځېد. تعلیمي سیستم کمزوری شو، اقتصادي بنسټونه ړنگ شول، او د پرمختگ طبیعي بهیر ټکنی شو.
پر ځای د دې چې سیالي د علم، صنعت او اقتصاد په ډگر کې وای، زموږ خاوره د وسلو د ازمېښت میدان وگرځیده . دا جگړه یوازې د یوه نسل نه، بلکې د څو نسلونو راتلونکی تر پوښتنې لاندې راوست.
پایله:
که دا د دوو ابرقدرتونو جگړه وه، نو تاوان یې افغانستان ورکړ. که دا ستراتیژیکه مقابله وه، نو قرباني یې افغان ولس شو. نړیوال قدرتونه ښايي خپلې سیاسي موخې تعقیب کړې وي، خو زموږ ولس د وینو، هجرت، بېثباتۍ او وروسته پاتې کېدو بیه پرې کړه.
تاریخ به ښايي دا جگړه د نړیوال سیاست له زاویې تحلیل کړي، خو زموږ د خلکو لپاره دا د درد، فقر، بېاتفاقۍ او ورکې شوې هیلې کیسه ده.
اوس اصلي پوښتنه دا ده چې:
ایا نړۍ به کله هم دا ومني چې د قدرتونو سیالي باید د کمزورو ملتونو پر خاوره ونه شي؟
او موږ به کله دومره پیاوړي شو چې خپل برخلیک د پردیو د رقابت له سیوري وباسو؟