جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبد یوه ښه لیکوال ۷ ځانګړتیاوې | ژباړه: هوسۍ طارق

د یوه ښه لیکوال ۷ ځانګړتیاوې | ژباړه: هوسۍ طارق

د نورو مهارتونو په څېر کتاب لیکنه او لیکوالي هم یو مهارت دی او ښه لیکوالان هم ښې ځانګړتیاوې لري. د یادولو وړ ده چې د کتاب چاپول تر ټولو آسانه کار دی خو ښه لیکنه او لیکوالي داسې یو هنر دی چې ذاتي او اکتسابي ځانګړتياوې باید ولري. د دې لیکنې له لارې غواړم چې د یو ښه لیکوال ځانګړتیاوې دروپېژنم.
۱- تل د لیکنې تمرین باید ولري:
دا خو ښکاره خبره ده چې په پېل کې انسان نه شي کولای چې پرته له تمرین ښه لیکنه وکړي معمولا په پېل کې هر انسان ډېر پیاوړی نه اوسي څو تمرین ونه لري او په پرله پسې تمرین د یو لیکوال لیکنه ښه کیږي. په دې ډاډه اوسئ چې اوسني ټول مشهور لیکوالان د دې لپاره چې شهرت ته ورسي له همدې تمرینونو شروع کوي، نو هڅه وکړئ چې هره ورځ د یو څه لیکلو تمرین وکړئ څو لږ تر لږه یوه پاڼه یا ۵۰۰ کلمې ورځ کې ولیکئ.
۲- ځان له ننګونې سره مخ کړئ چې یو څه زده کړئ:
د کتابونو ښه لیکوالان پرته له دې چې د خپلې خوښې موضوعات لیکي د ژوند د نورو مختلفو موضوعاتو په اړه هم څېړنې او لیکنې کوي او له دې لارې زده کړه هم کوي او ننګونو سره هم مخ کیږي ځکه انسان هغه وخت رسیدی شي چې ځان د خپلې هغه محدودې چوکاټ څخه راوباسي او د هغه څیزونو په لټه شي چې ورته ناشوني ښکاري.
۳- هغوی خپل ځانته یو شخصیت لري:
یو ښه لیکوال هیڅکله د بل لیکوال رول نه لوبوي بلکې هر ښه لیکوال د خپلې طبیعي ځانګړتیاوې په لرلو نورو ته د منلو وړ کیدای شي نه د نورو لیکوالانو د تقلید پر بنسټ. که چیرې یو کس د ارنست همینګوی د لیکنو او رومانونو سره مینه ولري نو د نورو لیکوالانو لیکنې چې د ارنست همینګوي د لیکنو له مخې تقلید شوی او لیکل شوی ورته ارزښت نه لري او نه هم د هغی له مطالعې خوند اخلي .یو لیکوال د بل لیکوال د لیکنې تکنیکونه کتلی شي خو په اخر کې یوازې او یوازې د هر لیکوال هغه خپل الفاظ او احساس وي چې لیکنې یې پیاوړې کوي نه د بل لیکوال فکر چې د خپلو الفاظو په قالب کې ورته ځای ورکړي.
۴-د ساده ګانو په څېر یې نه لیکي:
دوی په خپلو لیکنو کې ګرامري او د لیکوالۍ د اصولو له مخې او یا هم د لیک نښې، له مخې کومه ستونزه نه لري .دوی د کتاب لیکنې له ټولو ادبي او علمي اصولو سره بلد دي همدې لپاره په یوه عالي روحیه ، ښه محتوا او د یو مسلکي لیکوال په بڼه یې کتاب لیکلی شي . نومخکې له لیکنې باید هر لیکوال له دې ټولو اصولو ځان خبر کړي.
۵- له ډېرو وړو کارونو څخه پېل کوي:
ستر لیکوالان معمولا خپله لیکوالي له ډېرې وړې لیکنې او ځینو ورځپاڼو ته د خپلې مقالې په استولو او لیکلو پېل کوي چې په اوس مهال کې د ویبلاګونو په رامنځ ته کیدو دغه طریقه هم آسانه بریښي.که تاسي وکړای شول چې په ویبلاګ کې د خپلې لیکنې لوستونکي او مینوال مو وموندل نو په دې پوه شئ چئ د لیکوالۍ هغه لومړنی استعداد لري .
۶- ښه کتاب لیکونکي هیڅکله ماته نه مني:
که تاسو غواړئ چې کتاب لیکنه او لیکوالي شروع کړئ نو هیڅکله خپل دغه هوډ مو پرینږدئ ، په ډیره جدي بڼه پسې وګرځئ هڅه وکړئ چې هیلې مو عملي شي .هیڅ مشکل ته ځان مه تسلیموئ شاید کله کله داسې هم وشي چې د لیکلو لپاره هیڅ چمتو ونه اوسئ ځکه د انسان احساسات فطرتا داسې وي چې کله د یو کار د کولو وس ولري او کله یې ونه لري خو بریالی هغه کس وي چې له دې حالت سره هم مبارزه وکړای شي او په دې حالت کې هم لږ تر لږه دوه کرښې خو ولیکي.
۷- ښه کتاب لیکونکی د مختلفو مطبعو سره په اړیکه کې اوسیږي:
د دې کار ګټه دا ده چې له خپلو لوستونکو او د ټولنې له غوښتنو څخه خبر وي چې ټاکلي وخت کې د څه ډول موضوعاتو لیکنه اړینه وي او څه ډول کتابونه د چاپ وړ وي او لوستونکي ورته لېوالتیا ښیي که نه ؟ مخکې له دې چې په خپل سر یو څه ولیکي او چاپ ته یې ورکړي د ناشر نظریه ډیره ضرور وي خو دا په دې معنی نه دی چې د کتاب په لیکلو کې د ناشر خوښه ضرور وي خو دوی نه نظر اخیستل ځکه اړین وي چې دوی ټولنه او د کتاب په بازار کې د خلکو له خوښې سره په مستقیمه بڼه سره او کار لري او دوی ته پته وي چې لوستونکي زیاتره څه ډول کتابونه لولي او ورته لېوالتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب