کله چې په خپله “افغاني” ټولنه کې په بار بار ناسنجول شوی، د خلکو له خوا لورېدلی انصاف ووینم؛ نو د پاچا خان هغه وینا مې د ذهن سترګو ته نېغه ودریږي چې وایي: ” نر او ښځه د موټر د دوو پایو په شان دي چې د یوه په نشتون کې موټر حرکت نشي کولای؛ همداسې د ټولنې په حرکت کې هم دواړه “نر او ښځه” بنسټیزه ونډه لري او له دوی څخه د یوه په نشتون کې د ټولنې پرمختګ شونی دی”.
زموږ په ټولنه کې اوس هم ښځه د زنداني فکر د تیارو تر غوړېدلي څادر لاندې وېرېدلې ساه اخلي.
ستونزه په څه کې ده؟
موږ لومړی ځان نه پوهوو، بیا فکر نه پوهوو ځکه خو په خپله ناپوهۍ نوی نسل پوهوو، کچه انګېزه او په میراثت پاتې ذهني ښکېلاک ته د پراختیا ورکولو په هڅه کې یو، ستونزه همدا ده چې نسل مو په ناپوه او په لوی لاس د بدبختۍ په کنده پېرزو کړی دی.
ښوونه او روزنه، ساتنه، لباس، روغتیایي خدمت، واده کول، میراثي حق…دا ټول د ښځې مسلم او روا حقونه دي چې باید ورته ورکړل شي؛ بدبختانه چې یاد حقونه اوس هم زموږ په ټولنه کې دودیزې ناروغۍ او کلتوري محدودیت تر ستونې نیولي او د غوښتلو په وخت کې امکان شته ښځه د کلک فزیکي یا رواني غبرګون سره مخ کړي.
د ټولنې د شاته پاتې والي کره دلیل همدا دی چې د بشري قوې پوهنیز توازن مو برابر نه دی.
ټولنیزې ستونزې، ناسم کورنی او ملي اقتصادي وضیعت، کمزوری پوځي نظام، د پوهنیز نظام ځوړتیا، اخلاقي ډنګروالی، د ټولنیز ادب نه په پام کې نیول، په بېلابېلو بڼو د جرمونو لوړوالی، وزګارتیا، جنګي ونډه، بیرونۍ لاسوهنې…او ټولې هغه پدیدې دي چې په یوه نالوستې ټولنه تپل کیږي.
فرد د هرې انساني ټولنې بنسټ جوړوي چې د افرادو ټولګې ته بیا ټولنه ویلی شو. فرد، لکه څنګه چې یاد شو د ټولنې بنسټیز توکی دی نو د بنسټیز مسوولیت په لرلو دې چمتو او وپوه شي.
د ټولنیز جوړښت او پرمختګ په روحیه دې سمبال شي، د ټولنیزو شرایطو په انډول لازمه انرژي دې ورکړل شي تر څو د هرې شونتیا او ناورین په مقابل کې ودریږي او لاسته راوړنې ولري.
د ژوند په اساساتو غور کول د ویښو او په ژوند باندې د باورمنو انسانانو ځانګړنه ده. په نر سربېره ښځه ځکه د یوې ټولنې اساسي رکن بلل کیږي چې ټولنیز جوړښت او پایښت د هغه پر محور چورلي، په نه شتون کې یې ټولنه فلج او له منځه ځي.
همداسې یې په شتون کې ټولنه ژوندی بریښي، خو دا ژوند د دې او د ټولنې د ژوند لپاره هغه وخت ګټور تمامیدی شي چې کله دا پوهه شي، علم حاصل کړي، فکر یې حرکت وکړي، شعور یې ویښ شي، انساني او اسلامي ارزښتونه ورته په ډاګه شي، ژوند ورته تعریف شي، د یو مسوول او واکمن انسان په توګه مسوولیت او صلاحیت ورکړل شي، پدې باورمنه شي چې “زه” هم د ټولنې په پیاوړتیا او زرغونتیا کې لوی لاس لری شم، ورته ثابت شي چې ښځه هم نړۍ ته د بدلون ورکولو ځواک لري.
ځان، لکه څنګه چې لازمه ده د یو جوړ او مننونکي انسان په توګه درک کړي. ښځه ټولنې ته روزل شوي انسانان وړاندې کوي دا انسانان که په سالمه روزنه وړاندې شي، ټولنه به له هر ډول ناورین او کړکېچ څخه په امن کړي او که برعکس وي، ټولنه به له یو ګډوډ انساني نظام څخه په یوه خوسا شوې کنده بدله کړي.
په کار ده چې په ټولنه کې د نر تر څنګ د ښځې ښوونې او روزنې ته لومړیتوب ورکړو چې ثمره به یې د یوې پرمختللې او هوسا ټولنې پایله وي.