تاند (یکشنبه د وري – حمل ۱۶مه) د افغانستان په ختیځ نورستان کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس مولوي احمدنبي عادل خبر وایي، د کونړ – نورستان لویه لاره د غرښویېدنې له امله د تګر اتګ لپاره تړل شوې ده.
د عادل په وینا پر دغه لار د مرکز پارون او واما ولسوالۍ اړوند چتراس، سټاب کټه بند او بونې سیمو کې غرښوېیدلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد ریاست تخنیکي ډلې سیمې ته رسېدلې او دا مهال د لارې د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې روانې دي.
په ورته مهال د کابل -جلالاباد لویه لار هم د سېلابونو او غرښویېدنې له امله د جمعې ورځې له سهار راهیسې د تګراتګ لپاره تړل شوې او لا هم تړلې ده.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې طالب مسوولان وایي،د کابل- کندهار پر لویه لاره د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شنیز درې په مشنګکلا سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دغه ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.