Homeخبرونهمحمد نبي وایي، سېلاب ځپلو سره هر ډول مرستي ته چمتو دی

محمد نبي وایي، سېلاب ځپلو سره هر ډول مرستي ته چمتو دی

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۱۶مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي، محمدنبي د وروستیو سېلابونو له امله هېوادوالو ته پر اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې له ځپل‌شویو کسانو سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

محمدنبي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د سېلابونو له امله اوښتې مرګ‌ژوبله د ټولو لپاره غمیزه بللې او زیاته کړې ده چې، د ادې ګروپ د روغتونو په ټولو څانګو کې به د سېلاب‌ځپلو ټپیانو وړیا درملنه کېږي.

نبي وایي دوی د اغېزمنو خلکو هر ډول ممکنه مرستې ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو مالوماتو له مخې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو مړه او شاوخوا ۱۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې د وري له ۶مې تر پرون ورځې پورې د سېلابونو له امله زرګونه کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او همداراز زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...