Homeخبرونهفطرت: د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان وژل شوي

فطرت: د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان وژل شوي

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۱۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې تېرو ۴۱ ورځو کې د فبروري له ۲۲مې راهیسې پر افغانستان د پاکستان بریدونو کې ۷۶۱ ملکیان وژل شوي او ۶۲۶ ټپیان شوي دي.

فطرت نن یکشنبه حمل ۱۶ پر خپله اېکس پاڼه دغه مالومات خپاره کړي دي.

هغه ویلي چې، پاکستاني ځواکونو دغه موده کې پر نهو ولایتونو ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل، کونړ، لغمان، نورستان او کندهار بریدونه کړي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي.

د هغه په وینا، د پاکستان بریدونو له امله ۱۱۴۰ کورونه، ۱۳ ښوونځي، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۳۴ جوماتونه، ۲۵۶ دوکانونه او ۴۲ موټر ویجاړ شوي دي.

فطرت وایي، د پاکستان د هوایي بریدونو له امله ۶۶‍‍۱ څاروي هم تلف شوي او ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ بېځایه شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند په وینا، د پاکستان له لوري د ویشتل شویو توغندیو، هاوانونو او توپونو شمېر هم ۱۴ زره او ۹۷۳ ته رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...