Homeخبرونهعدلیې وزارت،د بهرنیو اصطلاحاتو له منځه وړلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي

عدلیې وزارت،د بهرنیو اصطلاحاتو له منځه وړلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۱۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مشر د نوي فرمان پر بنسټ، اداري او اصولي اسنادو کې د بهرنیو اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړېږي.

په یاد فرمان کې راغلي چې دا کمېټه به د عدلیې وزارت تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي او غړي به یې د د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، همدارنګه د علومو اکاډمي او د اداره امور استازي وي.

د فرمان د دوهمې مادې له مخې، ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې په خپلو اداري او اصولي اسنادو کې کارېدونکي بهرني اصطلاحات راټول او د مناسب بدیل او دلایلو سره یو ځای، د جدول په بڼه یادې کمېټې ته وسپاري.

د درېیمې مادې له مخې، کمېټه مکلفه ده چې لېږل شوي اصطلاحات وڅېړي او د اسلامي او افغاني اصطلاحاتو په پام کې نیولو سره، مناسب او مستند بدیلونه وټاکي او د وروستي تأیید لپاره وړاندې کړي.

په فرمان کې کمېټې ته دا واک ورکړل شوی چې، د اړتیا په صورت کې د اړوندو ادارو استازي د لا زیاتو معلوماتو لپاره راوغواړي.

د فرمان د څلورمې مادې له مخې، دا حکم د صادرېدو له نېټې څخه نافذ ګڼل کېږي او ټاکل شوې چې په رسمي جریده کې هم خپور شي.

2 COMMENTS

  1. افغانستان یو مستقل او خپلواک هېواد دی، هر هېواد خپله ګډه ژبې لري ¸خپل قوانین ، اصطلاحات ، دود دستور لري.
    له بلې خوا ژبه د افهام او تفهیم وسیله ده ، یعنې د یو بل د پوهېدو او پوهلو ذریعه ده . په خواشینۍ سره د افغانانو مهاجرت او په نوروهېوادونو کې د تحصیل یا اوسېدو له امله ډېرو افغانانو خپله اصلي ژبه هېره کړېده او د پردیو کلمې او اصطلاحات یې راوړي او سړی نه پوهیږي ، چې دوی څومره عقب مانده او بېرته پاته خلک دي؟
    مثلا ایراني اصطلاح راه بردی چې تحت الفظي د لارو وړل یا د لارو غلا او قطاع الطریقي ته وایی ، خو هغوی یې د ستراتېژیک پرځای کاروي ،
    دریا چې افغانان یې سیند او رود ته وایي ، خو ایرانیان بیا بحر یا سمندر ته وایي.
    د انګلیسي چلینچ کلمې ته ایرانیانو د چالش اصطلاح جوړه کړېده خو زمونږ نطاقان به د ستونزو او مشکلاتو لپاره کاروي ،
    رادیو تلویزیون ته ایران صدا و سیما وایي .
    له پاکستانه راغلي کډوال بیا کچالو ته آلو ګان وایی. آلو خو یوه مېوه ده .
    هغوی موټرو ته ګاډي وايي .
    کېدای شي ، د دوی مقصد نور اصطلاحات وي .

  2. سړی حیران شي د ټولو نظامي او غیری نظامي تاسیساتو نومونه مو عربي کړل، تاریخ عربي کاروئ او عربي کلتور مو رایج کړ. ولې مونږ په تاریخ کې څوک نلرو په خدای چې د خپل هیواد یو لیونی د نورو په شاهانو ورنکړم. مونږ به هله جوړ شو چې پردۍ ایډیالوجي پریږدو، مسلمانان یو خو دین مو باید د پرمختګ مخه ونه نیسي او د ناپوهۍ له امله مو تورې کندې ته ورټیل نه وهي. که دین زده کوو باید عصري علوم حتمي زده کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...