لیکنه : غ. جانباز
د دونالد ترامپ سیاستونه په منځني ختیځ کې ورځ تر بلې سختېږي. هممهاله، دننه د امریکا په حکومت کې هم مهم بدلونونه روان دي. اوس دا پوښتنه راپورته کېږي: آیا دا یو منظم پلان دی که یوازې د پېچلو حالاتو پر وړاندی غبرګون یا ناچاري ده؟
په ظاهر کې، امریکا په ډاډه توګه عمل کوي. ټرمپ ښودلې چې نه غواړي له سیمې ووځي او حتی چمتو دی چې دغه لاره تعقیب کړي. خو په عین وخت کې، د بېثباتۍ نښې هم لیدل کېږي — لکه د حکومتي ټیم د غړو بدلون، متحدینو ته بېلابېل پیغامونه او داخلي فشارونه.
د دې سیاست یو مهم اړخ د پوځي بریدونو زیاتوالی دی. امریکا له قوي بمونو څخه کار اخلي څو د ځمکې لاندې اډې په نښه کړي. دا ښيي چې هدف د ایران مهمو مرکزونو ته زیان رسول دي.
خو راپورونه وایي چې د ایران ډېری راکټي سیستمونه لا هم فعال دي. ایران لا هم ډېر بېپیلوټه الوتکې لري. له همدې امله، امریکا خپل فشار زیات کړی دی.
تر څنګ یې، امریکا خپلې نوې وسلې هم ښيي، لکه هایپرسونیک وسلې چې ډېرې چټکې او ځواکمنې دي. دا یو روښانه پیغام دی چې د امریکا پوځي ځواک لا هم قوي دی.
په مقابل کې، ایران هم بېکاره نه دی ناست. دغه هېواد هڅه کړې خپلې لارې بدلې کړي او آن د امریکایي الوتکو پر وړاندې د بریدونو راپورونه هم خپاره شوي دي.
همدارنګه، د سیمې په هېوادونو کې د زیربناوو د هدف ګرځولو خبرې هم زیاتې شوې دي.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې په ایران کې یی یو مهم پل ویجاړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې که کومه هوکړه ونه شي، نو سختې پایلې به ولري. په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی ویلي چې دا زیربناوې به بېرته ورغول شي، خو د امریکا اعتبار زیانمن شوی دی.
دغه تاوتریخوالی یوازې تر دوو هېوادونو محدود نه دی، بلکې د نړۍ پر اقتصاد هم اغېز کوي. د هرمز تنګي ډېر مهم دی، ځکه د نړۍ د سون موادو یوه لویه برخه له همدې لارې تېرېږي. هر ډول ستونزه په دې مسیر کې د بیو پر لوړېدو اغېز کوي. حتی کېدای شي اروپا د الوتکو د سون توکو له کمښت سره مخ شي.
د امریکا متحدین هم یو شان نظر نه لري. امانوئل ماکرون ویلي چې ښایي پوځي حللاره اغېزمنه نه وي. ځینې هېوادونه هڅه کوي له امریکا جلا له ایران سره اړیکې وساتي.
په امریکا کې دننه هم مهم بدلونونه روان دي. د دفاع وزیر هڅه کوي خپل نږدې کسان مهمو چوکیو ته وټاکي. همدارنګه، د ځینو هغو چارواکو د لېرې کولو احتمال شته چې د ایران په اړه نرم دریځ لري.
د ځینو چارواکو ګوښه کول ښيي چې د امریکا په داخل کې سیاسي سیالۍ هم شدیده شوې ده. په همدې حال کې، داسی څېرې لکه مارکو روبیو او جی. دی. وینس د ټرامپ د احتمالي ځایناستو په توګه یادېږي.
په ټولیز ډول، اوسنی وضعیت د پوځي تاوتریخوالي، اقتصادي ستونزو او د امریکا دننه سیاسي سیالۍ یو ترکیب دی. امریکا پر ایران فشار زیات کړی او په عین حال کې خپل داخلي جوړښت هم بدلوي.
اوس اصلي پوښتنه دا ده: آیا دا سیاست به بریالی شي که د سیمې او نړۍ لا ډېر بېثباتي به رامنځته کړي؟