Homeخبرونهمتقي: داعش، د نشه‌یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوال د افغانستان او...

متقي: داعش، د نشه‌یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوال د افغانستان او منځنۍ اسیا ګډې اندېښنې دي

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۱۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن یکشنبه د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې د وینا پرمهال ویلي چې، د داعش ګواښونه، د نشه‌یي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالي د افغانستان او منځنۍ اسیا ګډې اندېښنې دي.

متقي ویلي چې، د طالبانو امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی چې غوښتل یې د ټولو خواوو ترمنځ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته که څه هم یادې ډلې د داعش ډلې د ځپلو ادعا کړې؛ خو یو شمېر نړیوال سازمانونه راپور ورکوي، چې «داعش خراسان» ډله لاهم د افغانستان دننه او بهر د خونړیو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.

خو دا هغه ادعاوې دي چې، د طالبانو حکومت یې ردوي او په ځلونو یې ویلي چې، د داعش مرکزونه په پاکستان کې دي.
امیرخان متقي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ویلي، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اړیکې د تقابل پر ځای پر همکارۍ ولاړې دي او دغه هېوادونه د دوی په اقتصاد محوره بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.
په کابل کې د دې ناستې موخه د سیمه‌ییزو بدلونونو ارزونه، د ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا او د اقتصاد، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې د ګډو عملي لارو موندل بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...