Homeخبرونهمسوولان: له غره څخه د ډبرو راښویېدو له امله د کابل-جلال‌اباد لار...

مسوولان: له غره څخه د ډبرو راښویېدو له امله د کابل-جلال‌اباد لار لاهم تړلې

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۱۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وایي، چې د کابل – جلال‌اباد لویه لار د «تنګي غارو» سیمه کې له غره څخه د پرله‌پسې ډبرو راښویېدو له امله لا هم تړلې پاتې ده.

حق شناس په یوه خبرپاڼه کې دغه مالومات خپاره کړې دي.

هغه ویلي، چې دوی له یادې لارې د تېرېدو لپاره خلکو ته د «بدیلې لارې» پر جوړولو کار کوي.

حق‌شناس زیاتوي چې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د غره ښویېدو نور ګواښونه هم شته او له ټولو مساپرو یې غوښتي چې د دوی له خبرتیا پرته دې پر یاده لاره تګ‌راتګ نه‌کوي.

دغه لار شاوخوا دوه ورځې وړاندې د غره د ښویېدو او سختو ورښتونو او سېلابونو له امله تړلې ده چې، مسافر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...