Homeخبرونهامریکا وایي، ایران کې د غورځېدلې جېټ‌الوتکې عمله یې ژغورلې

امریکا وایي، ایران کې د غورځېدلې جېټ‌الوتکې عمله یې ژغورلې

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۱۶مه) رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د امریکا د پوځي چارواکو له قوله لیکلي چې، په ایران کې د نسکورې شوې F-15  جنګي جېټ‌الوتکې پیلوټ یې په هغه هېواد کې دننه ژغورلی دی.

دغه جزیات نن یکشنبه خپاره شوي او په جزیاتو کې راغلي چې، دا الوتکه د ایران د هوايي دفاعي ځواکونو له لوري ویشتل شوې وه.

دغه راز رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې، تر دې وړاندې د عملې بل غړی هم ژغورل شوی و.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل حکومت پر ایران فشار زیات کړی چې، د هرمز تنګي پرانېستلو ته غاړه کېږدي، که نه نو د انرژۍ پر تاسیساتو به له بریدونو سره مخ شي.

دا تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو مهمه لاره بلل کېږي.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران ژر تر ژره هوکړې ته ونه رسېږي، سخت پوځي اقدام به وکړي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ټاکل شوې ضرب الاجل ته ډېر لږ وخت پاتې دی.

د اسراييل ـ امریکا او ایران ترمنځ دغه جګړه چې د فبرورۍ له ۲۸مې پیل شوې، زرګونه کسان په‌کې وژل شوي او نړیوال اقتصاد یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

امریکا د ایران پر ضد جګړې ته بي۵۲ الوتکې راوړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...