Homeخبرونهامریکا د ایران پر ضد جګړې ته بي۵۲ الوتکې راوړې

امریکا د ایران پر ضد جګړې ته بي۵۲ الوتکې راوړې

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۶ مه) فاکس نیوز راپور ورکړی چې د متحدو ایالتونو «بی-۵۲ بم غورځو الوتکو د ایران په اسمان کې الوتنې پیل کړې دي. دا اقدام د ځینو شنونکو په اند ښايي د امریکا د هوايي عملیاتو په کچه کې د بدلون نښه وي.

د راپور له مخې، ارزونې ښيي چې د عملیاتو وضعیت بدل شوی، د ایران د هوايي دفاع سیستمونه کمزوري شوي، او د امریکا هوايي ځواک ته په اسمان کې د عمل ازادي زیاته شوې ده.

خو تر دې مخکې ایران اعلان وکړ چې د امریکا دوې جنګي الوتکې یې ویشتي او غورځولي دي.

بي ۵۲ الوتکې چې لومړی ځل د سړې جګړې په مهال کارول شوې وې، نژدې ۷۰ کاله کېږي چې فعالیت لري او په هوايي عملیاتو کې د چټکتیا او انعطاف وړتیا زیاتوي. دا الوتکې په ۲۰۰۱ م کال د طالبانو د هماغه مهال د حکومت د ځواکونو پر ضد کارول شوې وې.

«بی-۵۲» الوتکې د امریکا په هوايي ځواک کې تر ټولو ډېرې درنې وسلې لېږدولی شي. دا الوتکې تر ۷۰ زره پونډه (شاوخوا ۳۱ ټنه) وسلې انتقالولی شي.

دا الوتکې کولای شي په یوه ماموریت کې هدایت شوي بمونه او لر‌واټنه کروز توغندي په ګډه وکاروي.

خو د «بی-۵۲» الوتکو سرعت د عصري الوتکو پرتله ورو دی او دا وړتیا لري چې رادار یې کشف نه کړای شي، چې د کارپوهانو په وینا دا یې د هوايي دفاعي سیستمونو په وړاندې غوره والی دی.

ځینې شننې ښيي چې د دې الوتکو کارول ښايي د هوايي جګړې داسې پړاو ته د تګ نښه وي چې پکې بریدونه په دوامداره او انعطافي ډول ترسره کېږي.

د متخصصانو په وینا، په دې حالت کې هوايي ځواکونه کولای شي د مخکې تر مخکې پلان شوو بریدونو پر ځای، هدفونه په هماغه شېبه وپېژني او پرې برید وکړي.

په مجموع کې، دا پرمختګ د سیمې د امنیتي وضعیت د بدلون او د پراخېدو د احتمال نښه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب