تاند (شنبه، د وري/ حمل ۱۵ مه) د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا ایران ته د خپل ۱۰ ورځني ضربالاجل یادونه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که تهران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې هوکړې ته حاضر نه شي یا هرمزتنګی پرانیزي نه، نو «بشپړ دوزخ» به پرې نازل شي.
ټرمپ نن (شنبې) په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي:
«ایا تاسو ته یاد دي کله مې چې ایران ته ۱۰ ورځې وخت ورکړی و چې یا هوکړه وکړي یا هرمز تنګی پرانیزي؟ وخت په ختمېدو دی؛ یوازې ۴۸ ساعته پاتې دي چې بشپړ دوزخ به ورباندې نازل شي.»
ښاغلي ټرمپ د وري میاشتې په شپږمه نېټه ویلي و چې د اسلامي جمهوریت د حکومت په غوښتنه به پر ایراني برېښناکوټونو برید د ۱۰ ورځو لپاره وځنډوي. هغه اعلان کړی و چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۶مې، د دوشنبې، د ماښام تر ۸ بجو (د امریکا ختیځ وخت) پورې به دا برید ترسره نه شي، چې دا وخت د ایران د وری/ حمل د ۱۸مې له سهار سره برابرېږي.
ټرمپ تر دې مخکې، د وري په دوهمه نېټه ګواښ کړی و چې که ایران په ۴۸ ساعتونو کې هرمزتنګی «په بشپړه او بېګواښه» نه پرانیزي، نو امریکا به د ایران برېښناکوټونه «له منځه یوسي».
خو د وري په درېیمه نېټه یې دا ضربالاجل پنځه ورځې نور هم وغځاوه او تر اتمې نېټې پورې یې تمدید کړ.
په وروستیو ورځو کې ټرمپ خپل ګواښونه نور هم سخت کړي او ویلي یې دي چې که ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هوکړې ته غاړه کښېنږدي، نو دغه هېواد به «ډبرپېر» (حجرعصر) ته بېرته وګرځوي.
امریکا ماته خوړلی خو په ځان یی نه راوړی ټرمپ خو ویلی وو چې څلورو اونیو کې به په ایران کې نوی رژیم راشي او هرڅه به دده په خوښه بدل شي آن ددې هیواد مذهبی مشر هم مګر هغه ډول چې ټرمپ تمه درلوده ونشول آن تر دی چې ناټو غړو هیوادونو هم ورسره ملګرتیا ونکړه ورته وویل چې ناټو د ایران د جګړی لپاره نه ده را مینځ ته شوي نو ټرمپ پوهیږی او د ایران جګړه
نو امکان زیات شته چې دا جګړه نړیوالی جګړی ته بستر برابر کړی ځکه چین او روسیه او شمالی کوریا ددې جګړی او جنګی جرمونو لپاره نور زغم نلری نو حتمآ یو ګام به پورته کوی ځکه امنیت شورا اوس چین او روسیه برلاسی دی هر پریکړه چې دوی وکړی نو نور ددې شورا غړی یی ورسره حتما منی، خو همدا زوال د امریکا او ډالرو د ماتي پیلامه ده