تاند (شنبه د وري – حمل ۱۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو د ساتنې ریاست راپور ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۴کال کې یې د ماشومانو نږدې ۱۵۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د طالبانو د یاد وزارت په وینا؛ په ۲۰ولسوالیو کې د ماشومانو د ساتنې کمیټې جوړې شوي او دمګړۍ ۲۰۴ ولسوالیو کې فعالیت کوي.
د سرچینې په راپور کې راغلي چې، د حمایوي سیستمونو پر پیاوړتیا او د ټولنیزو خدمتونو په پراختیا سره یې د ماشومانو په ساتنه کې اغېزمن رول لوبولی او ټولټال په ۲۳ بېلابېلو کټګوریو کې یې ۱۴زره او ۵۹۴ له زیان سره مخ ماشومانو قضیې حل کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې،دوی تېرکال د عامه پوهاوي پروګرام له لارې ۴۰۴زره او ۲۰۷ ماشومانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د ماشوم د حقونو، د چاودېدونکو توکو له ګواښونو د ځان ساتلو، د چاپېریال ساتنې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړی دی.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې، اوس هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي.