Homeخبرونهیوناما: هره میاشت له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنې له...

یوناما: هره میاشت له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله۵۰ کسان ژوند بایلي

تاند (شنبه د وري – حمل ۱۵مه) یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي چې، له جګړو د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو له امله د مرګ‌ژوبلې د اندازې له اړخه افغانستان د نړۍ درېیم هېواد دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن شنبه د ماین د ګواښونو په اړه د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت دا مالومات خپاره کړي دي.

یادې ادارې ویلي، هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله ژوند له لاسه ورکوي چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.

د یوناما په وینا، افغانستان کې نږدې ۹۰ سلنه د چاودنې پېښې له جګړې د پاتې نا‌چاوده مهماتو له امله رامنځته کېږي.

یوناما ټینګار کړی چې د ماینونو ککړو سیمو پاکولو لپاره بېړنۍ مالي مرستې ته اړتیا ده، څو کورنۍ وکولی شي له ګواښ پرته خپل ژوند او معیشت ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې د «هالو ټرسټ» د ماین پاکۍ موسسې ویلي وو، افغانستان د نړۍ په سطحه په ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او په کې ۶.۴ میلیون کسان د ماینونو له خطر سره مخ دي.

د سرچینې په وینا افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب