Homeخبرونهخیبر پښتونخوا کې د ورښتونو له کبله ۱۷۰ کسان مړه او ژوبل...

خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو له کبله ۱۷۰ کسان مړه او ژوبل شوي

تاند (شنبه د وري – حمل ۱۵مه) د رسنیو د راپورونو له مخې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۵مې نېټې راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله ۳۰ کسان مړه او ۸۵ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې خبر ورکړی، په مړو شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان، ۵ نارینه او ۵ ښځې شاملې دي.

د دغه ورښتونو له کبله د کورونو چتونو او دېوالونو نړېدو له کبله ۱۴۰ کورونه وران شوي دي.

د یادې ادارې د راپور له مخې؛ له ۱۴۰ کورونو څخه ۲۵ کورونه په بشپړ ډول او پاتې نور نیمه زیانمن شوي دي.

د پاکستان د ناورینونو مدیریت ادارې د مالوماتو پر اساس دغه زیانونه په بنو، اېبټ‌اباد، کوهاټ، پېښور، نوشهره، باجوړ، لکي مروت، کورمه، هنګو، شانګله، بونیر، مالکنډ، بر دېر، بټګرام، شمالي وزیرستان او ټانک سیمو کې ثبت شوي دي.

سرچینې خبرداری ورکړی، چې دغه بارانونه به د اپریل تر ۴مې نېټې دوام وکړي او له خلکو یې غوښتي، چې له اړتیا پرته دې سفرونه نه‌کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب