Homeخبرونهافغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه...

افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ټپیان شوي

تاند (شنبه د وري – حمل ۱۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغاني سرې میاشتې ټولنې له قوله ویلي چې،په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۶ نور ژوبل شوي دي.

مجاهد وایي، په دغه پېښو کې ۴ کسان لادرکه دي او د موندلو لپاره یې هڅې روانې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند زیاته کړې، چې دغه ورښتونو او سېلابونو خلکو ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د مالوماتو له مخې د یادو سېلابونو له امله ۲زره او ۴۴۸ کورونه په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي او نږدې ۲۳زره او ۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس په دغه پېښو کې ۱۰۴۵ څاروي هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرداری ورکړی چې د ورښتونو د دوام له امله د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو د لا زیاتېدو احتمال هم شته.

دغه زیانونه  په ننګرهار، کابل، کندهار، غزني، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو ته اوښتې ده.

مسوولو ادارو پرون جمعه خبر ورکړی وو چې، د وروستیو سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په درېیو ولایتونو کې ځینې مهمې لارې د تګ‌راتګ لپاره تړل شوې دي.

د کابل–جلال‌اباد لویه لاره د «تنګي غارو» په سیمه کې د غره ښویېدنې له امله تړل شوې او دغه راز د پروان – بامیان لاره هم د سیاه‌ګرد په سیمه کې د سېلابونو له امله تړل شوې ده.

د هرات – فراه لویه لاره هم د تېرو څو ساعتونو پرله‌پسې ورښتونو له امله زیانمنه شوې او دغه لاره چې ځینې برخې یې د تګ‌ راتګ لپاره خطرناکې بلل شوي او دمګړی د تګ ‌راتګ لپاره تړلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب