جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ژاک لکان او د جلان يو شعر | ليکوال: ضمير څار

ژاک لکان او د جلان يو شعر | ليکوال: ضمير څار

(ارواشننه)

د سید جيلاني جلان دا بيتونه مې د جاويد اميرخيل له سندرې اخيستې—کېدای شي دا غزل اوږد وي خو اوس په/د همدې څلورو بيتونو شننه کوم. نور بيتونه به هم لري چې د لکان په تیورۍ کې شنل کېدای شي اما اميرخېل انتخاب او بيا له دې سندرې څخه زمونږ او ستاسې خوند اخيستل ښايي د دې ليکنې تر پايه هم واضح شي: 

له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې ده

شــپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده

په دغه دښته کې شايد د مينې قتل شوی

په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده

مينې يې داسې کړم چې ګورم آینه کې ځان ته

وايم چې دا څېره خو څه نا څه اشنا غوندې ده

زه په کې وینم د درد ځای ځای منظرې جلانه

ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده

ژاک لکان په دې باور دی چې د انسان شخصيت له درې ټاپو ګانو جوړ دی: (۱) تصوري (Imaginary)، (۲) سيمبوليک (Symbolic) او (۳) واقعي (Real).

کله چې ماشوم دنيا ته نوی راځي، په واقي ټاپو کې ژوند کوي. په بله وينا، لا هم د ده په نړۍ کې لاس نه‌دی وهل شوی او کاملاً په طبيعي حالت کې ده: ماشوم دا وخت داسې حس کوي چې ګواکې هر څه د ده غځېدنه ده؛ د ده شاوخوا څیزونه—فرضاً څوکۍ، غاب، تلويزيون او…—او خلک، لکه مور او نور، ټول د ده برخه ده؛ له ده څخه راوتلي دي. په بله وينا، دی د ځان او نورو تر منځ د بيلتون کرښه نه‌پېژني. د دې ټاپو پېژندنه په “اړتيا” (Need) باندې کېږي. ماشوم په دې وخت کې يوازې اړتيا لري—مثلاً وږی کېږي او که هر څوک خواړه ورکړي، او هر ډول خواړه ورکړي، ان که خوړو ته پاته کېږي هم نه، مثلاً چوشک، خپله ګوته او نور، ده ته فرق نه‌کوي. 

اما، ورو ورو دويم ټاپو ته درومي: تصوري. ماشوم په دې بوی وړي چې په شاوخوا کې يې کله يو څه وي او کله نه‌وي—مور کله راشي او کله ولاړه شي. په دې ډول، ماشوم د شتون/نه‌شتون ايډيا مومي او ورو ورو دې ته رسېږي چې د ځان او د بل تفکيک کولی شي. په دې زمان کې ماشوم ماناوې لري اما الفاظ ورته نه‌لري (که چا سترکچرليزم او پوست سترکچرليزم لوستی وی) ښه ده چې د مانا پر ځای سيګنيفايد او د الفاظو په ځای سيګنيفاير وويل شي. نو، سيګنیفاید شته اما سيګنیفایر لا ورسره مله شوي نه‌دي. 

د ارواپوهنې په يوه کتاب کې مې لوستل چې چا ماشوم ګازي پوقانې ته، چې په چت پورې نښتې وه، خندل—تعجب ووړ. دا د دې ښکارندويي کوي چې ماشومان لا په دې وخت کې په جاذبه پوه شوي دي—پوهېږي چې هر څه لاندې لوېږي. په هر صورت، ماشومان دې ته ورته ډېر ذهني انځورونه تشکيلوي. 

اما دا پوهه ماشوم لپاره په يو لوی قيمت پرېوځي: هر څه له لاسه ورکوي. ماشوم له دې وړاندې داسې فکر کاوه چې هر څه له ده نه غځېدلي ولې اوس د ده او د نورو خلکو او څيزونو تر منځ جدايي رامنځته شوه او دا يوه غم‌انګېزه کیسه ده: 

بشنو از نی چون حکايت می‌کند

از جدایی‌ها شکايت می‌کند

کز نیستان تا مرا ببریده‌اند

از نفیرم مرد و زن نالیده‌اند

هر کسی کو دور ماند از اصل خویش

باز جوید روزگار وصل خویش

په تصوري ټاپو کې غوښتنه (Demand) د اړتيا ځای نيسي. غوښتنه په اصل کې اړتيا + نور څه (مينه، توجه، خونديتوب، درناوی او…) دی. مثلاً ماشوم وږی دی اما د هر چا له لاسه خواړه نه‌خوري—يوازې له مور سره راحته وي. يا، که تشناب نيولی وي، له مور پرته بل چا سره نه‌ځي. بناءً هره غوښتنه يوې د اړتيا په اساس رامنځته کېږي اما يوازې اړتيا نه‌وي، بلکې نور څه هم لري چې ماشوم يې د ژړا په مرسته نه‌شي بيانولی—او کېدای شي په خپله هم پرې نه‌پوهېږي چې څه غواړي. په همدې خاطر ځينې وخت مور ماشوم ته ممکن ووايي چې “غوښتنې دې پوره کېدنګ نه‌لري”. ځکه چې په هره غوښتنه کې يوازې اړتيا پوره کېږي او هغه “نور څه” نه‌شي پوره کېدای؛ يا مؤقتاً لږ غوندې برآورده کېږي. 

د دې ټاپو په لومړيو کې ماشوم نور وګړي بشپړ ويني اما ځان بشپړ نه‌شي ليدلی—خپله ټوټه ټوټه دی. که تاسې په ګاډي کې ناست ياست، هماغه ګاډی بشپړ ليدلی شئ؟ نه. شايد، په همدې خاطر وي چې زما ګاډی، که هر څومره هم ښکلی وي، دباندې نه خوښېږي. دننه، دا او د بل هر ګاډي سيټ نږدې يو شان وي. سربېره پر دې، له داخله هر چا ته ګاډی ټول نه‌ښکاري. بناءً، که يو ماشوم نور بشپړ ويني، ځان پوره نه‌شي لیدای او هسې هم په ځان پوره کنترول نه‌لري—د پښې په ځای لاس ځنې ښورېږي. 

د لکان په باور، د ۶-۱۸ میاشتو تر منځ ماشوم ځان په آينه کې ويني او معمولاً په خوا کې يې څوک، مور يا پلار، ټينګار پرې کوي چې دا ګواکې دی دی. دا کېدای شي فزيکي آينه وي او یا د نورو، خصوصاً مور، نظر وي. 

وګوره ته ماته ستا نظر کې څنګه ښکارم

زه مجنون د مينې دې منظر کې څنګه ښکارم

په آينه کې ماشوم ځان په لومړی ځل بشپړ ويني. سربېره پر دې، کله چې لاس وښوروي نو هلته هم لاس ښورېږي؛ نو، د ماشوم خوښېږي—له ټوټه‌توبه نجات ورکوي. په دې ډول، د آينې تصوير د ماشوم شخصيت (بهتره ده ووايم د ايډيال شخصیت) اساس جوړوي. 

اما يو څه چې ماشوم پرې نه‌پوهېږي (او د سترتوب پر وخت نه متوجه کېږي) د تصوير پردی‌توب دی—د آينې تصوير نه‌يوازې له مونږ دباندې دی، بلکې برعکس هم دی؛ هلته، ښي لاس کيڼ او کيڼ لاس ښي معلومېږي. په بله وينا، له ځانه زمونږ ښکاره شناخت پردی دی—د غير/بل په مرسته رامنځته شوی دی. اما، دا واقعي “زه” له منځه نه‌وړي. په دې ډول، هر انسان وېشلی وي: یو، واقعي “زه” وي او بل “ايډيال زه”. 

د يو غږېدونکونکي شخص  په توګه کړای شي چې له الفه تر یا د هر څه په اړه وغږېږي—د ځان په شمول. ته کړای شې، لکه څنګه چې د نورو په اړه غږېږې، د ځان په اړه هم وغږېږي. بناءً ته د يو “غږېدونکي شخص” او د “هغه په اړه چې غږېږې” له يو بله فرق کوئ: که ته ووايې چې “زه يو رښتينی انسان يم” ستا په اړه يوه خبره ده چې تا کړې او دا خبره—او د ځان په اړه دا پېژندنه—او تا سې په خپله يو نه‌ياست. ته “خبرې کوونکی” او ستا په خبرو کې “معرفي شوی” جلا ياست.

په غربي فلسفه کې، د رنه ديکارت په پيروۍ، انسان يو ازاد او منطقي موجود ګڼل کېده: ده به ويل: “زه فکر کوم، ځکه نو زه يم“. ديکارت، چې غوښتل حقیقت ومومي، پر هر څه شکمن شو—مثلاً، ده به ويل چې دا خلک، دا ښارونه، دا ځمکه دا آسمان يو هم نه‌شته. په دې ډول، له هر څه انکار امکان درلود، حتی له خپل ځانه يې انکار وکړ—ګويا زه نه‌شته يم—اما له يو څه انکار نه‌کېده: فکر. که ده به ويل چې دا فکر، چې اوس کوم، نه‌شته بيا هم فکر و—ده په همدې خبره هم فکر کاوه. په بله وينا، له فکر څخه انکار هم په فکر کېده. له همدې له امله ده ويل چې: زه فکر کوم نو زه شته يم. د ديکارت د موندنې په اساس، ليبرل هيمونيستانو باور درلود چې انسان يو فکر کوونکی موجود دی. يا، ښايي ووايم، انسان خپل ځان او جهان د فکر په اساس پېژني—بناءً له خپل ځانه زمونږ شناخت اګاهانه دی. 

خو، ژاک لکان، البته د فرويډ د لاشعور د ايډيا په اساس، دا ادعا کوي چې له ځانه زمونږ شناخت پردی دی او د ديکارت برعکس خبره کوي: “زه فکر کوم؛ نو ځکه زه نه‌ يم. يا، زه هغه په بشپړه مانا زه يم چې کله فکر نه‌کوم.” په بله وينا، شعور، يا څه چې شعوراً ځان بولو، مونږ نه يو. په اصل کې، لاشعور، د ذهن هغه برخه چې مونږ ته تياره ده، مونږ يو. 

جلان، په لاندې بيت کې، همدې ټکي ته اشاره کوي: 

له ورځې تښتم چې له شوره ډکه ستا غوندې ده

شپې ته پناه وړمه شپه چوپه ده زما غوندې ده

د دې بيت په لومړۍ نيمبيتي کې د “ورځ” خبره، د ارواشننې له مخې، د چا شعور ته پاته کېږي. يا، ښه ده ووايم، د ځان شعوري شناخت ورځ ته ورته شوی دی. شعور، که تاسې يې په اړه پوهېږئ، د ذهن هغه برخه ده چې مونږ ته ښکاره ده. په بله وينا، شعور لکه ورځ روښانه دی او هر څه په کې د ليدو وړ وي. بناءً دا شناخت، که څه هم له شور او هياجانه ډک دی، پردی دی—”ستا غوندې” دی. يعني، که څومره هم د ځان په اړه، د خپل فکر/شعور په اساس، لکه سپينه ورځ پوهېږو، يو څه سم نه‌برېښي؛ د دري ژبو په خبره، “جایی کار می‌لنگد”. 

له بل پلوه، د بيت په دويمه نيمبيتي کې شپه، د ارواشننې له مخې، د چا لاشعور ته پاته کېږي. يا، ښه ده ووايم، ته هغه څوک يې چې ته نه‌پوهېږې څوک يې. زمونږ لاشعور تياره دی، څه په کې نه‌ښکاري، “چوپ” دی، څه نه‌وايي اما بيا هم، د دې ټولو ګونګتيا او ناخبرتیاوو باوجود، خپل دی—”ما غوندې” دی. 

په دې بيت کې “ته” او “زه” دواړه يوه خبره ده—يو شخص دی: (ته)، چې ورځ ته تشبېه شوی، هغه (زه) دی چې مونږ فکر کوو “زه يم”. مثلاً، “زه ښايسته يم”، “زه زړه‌سوانده يم”، زه صادقه يم”، “زه غيرتي يم”، “زه امانت نه خيانت کوم”، “زه چاپلوس نه‌يم” او دا ليست اوږد دی. که احياناً، دا خواص که نفي کوو، هغه به هم د کوم بل لوړ او محترم صفت په اساس وي. مثلاً، که څوک په خپله خوله وايي چې زه ښه سړی نه‌يم، يا به بې‌باکي د هغه په ټولنه کې—په کومه کړۍ کې چې ژوند کوي—يو لوړ صفت وي او يا به دا هيله لري چې څوک ورته ووايي: “نه! ته ښه سړی يې”. په هر صورت، هغه څه )زه) چې مونږ فکر کوو (زه) يو، په اصل کې زمونږ ايډيال شخصيت دی چې په ماشومتوب کې د آينې د تصوير په اساس رامنځته شوی او چون تصوير دی، او په آينه کې دی، نو بناءً پردی دی: (ته) دی. له بلې خوا، (زه) چې په دې بيت کې شپې ته تشبېه شوی، هماغه واقعي (زه) دی چې مونږ ته لا هم تياره دی. 

جلان په خپله او د جلان لوستونکو، جاويد اميرخيل په ګډون، د ژوند ډېر پړاوونه تېر کړي؛ ځانونو ته يې ته په يو نه يو ډول شخصيتونه جوړ کړي—ايډيال شخصيتونه: جلان “مشهور” شاعر دی، زما په خيال په رسنيو کې کار کوي، “تکړه” خبريال دی، په فيسبوک او نورو خواله رسنيو کې فعال دی او د وطن په درد “دردمند” دی، له خپلو علاقمندانو سره “متواضع” برخورد کوي او داسې نور په سلګونه، او شاید زرګونه “ښه” صفات يې ځان لپاره برابر کړي—خدای خبر. هاخوا جاوید امیرخیل يو “زبردست” سندرغاړی دی، “جادویي ” غږ لري، د شعرونو “لوړ انتخاب” لري، په وطن او ولس “مین” دی، که له يوې خوا د سليمان لايق شعر يې سندره کړی، له بلې خوا يې نعت هم بوللی دی—يعني، هم يې سيکولر او هم يې مذهبي تصوير ساتلی دی. يا، زه، د بلخ پوهنتون يو “تکړه” استاد، پښتو ژبې ته “ژمن” ليکوال، د “ډېرې مطالعې” څښتن او داسې نور يو عالم صفات—که مې اوس د ځان په اړه دا صفات دلته ليکلی نه‌شول، يا یې د چا مخکې په خپله ويلی نه‌شم، د دې مانا نه‌لري چې په پټه له ځان سره يې ځان ته نه‌کاروم. يا، که هېڅ نه‌وي، دا مې خوښېږي، او په تمه يم، چې نور يې راته وکاروي. اما دا ټول یو نقص لري: دا تصويرونه دي. بناءً له مونږ پردي دي—د بل غوندې دي. 

هو، که څوک زما سن ته ورسېږي، يا د جلان او يا هم د اميرخېل، طبعاً له دې ايډيال شخصيته، چې پايه يې په درواغو ولاړه ده، ستړی کېږي او له دې (زه) څخه، که هر څو ورځ ته ورته دی، سپين دی، ښکلی دی، بې‌نقضه دی، صفا دی، له شوره ډک دی، مینه‌ګر دی او…. تښتي او خپل واقعي (زه) ته، که هر څو تور او نامعلوم دی، چوپ او بې‌هياجانه دی، پناه وړي—ځکه خپل دی او که هر څومره ستونزې لري بيا هم سړي ته د خپل کور احساس ورکوي او په کې کور مصؤن وي. 

که داسې نه‌وي، او “ورځ” په پورتني بیت کې د چا مينه فرض کړو، ولې به څوک ځنې تښتي؟ 

په دې شعر کې يو بل بيت، چې د دې موضوع او د آينې د پړاو پخلی کوي، دا دی: 

مينې يې داسې کړم چې ګورم آينه کې ځان ته

وايم چې دا څېره خو څه نا څه اشنا غوندې ده

دا بيت د دې ښکارندويي کوي چې مونږ ځان د آينې په مرسته پېژنو—دا آينه کېدای شي واقعي آينه وي، اوبه وي—لکه د اميرخيل د سندرې په کليپ کې—يا د نورو سترګې وي [کاته يې] او يا هم د نورو خبرې. د لکان په قول، د آينې تصوير [په ماشومتوب کې] زمونږ د وجود پراګنده-توب له منځه وړي او بيا په لوی‌والي کې د ځان د تصوير د تازه کولو لپاره وخت ناوخت آينې ته ګورو—يا هم تصويرونه اخلو. لکه وړاندې مې چې وويل، تصوير په خبرو کې هم جوړېږي؛ مثلاً، که څوک تا ته ووايي چې “ښايسته ښکارې” د هماغې آينې کار ترسره کوي چېرته چې دا جمله ممکن ته خپله ووايې؛ نو بناءً د نورو کاته او خبرې هم تاسې ته د آينې دنده ترسره کوي. 

سربېره پر دې، د لکان په قول، ادبي اثار په ځانګړي ډول داستانونه هم زمونږ لپاره زمونږ د آينې د تصوير مثال لري. مثلاً، د پټان ناول چې نصير احمد احمدي ليکلی، زمونږ لپاره، د يو پښتون په صفت، د آينې مثال لري—هلته په هغه ناول کې (که وخت لرئ ويې لولئ) د پښتانه يو ښکلی تصوير وړاندې شوی او زمونږ ځکه خوښېږي، په خوند يې لولو، چې زمونږ د ګډوډ او ظاهراً ويجاړ ژوند لپاره يو ايډيال تصوير برابروي. اما په هر صورت کې دا يو تصوير دی، له واقعيت سره يې تړاو بالعکس دی—تاسې، که متوجه شوي ياست، په آينه خپل تصوير چپه وينئ. 

په دې بیت کې د آينې د تصوير شتون او زمونږ له شخصيت سره د هغې د تړون تر څنګ د هغه په پرديتوب پوهېدل له ورايه ښکاري. له ايډيال (زه) سره “مينې” يا دلچسپۍ او د دې (زه) پردي‌توب، جفا او درواجن‌توب سړی دې حد ته رسولی چې نور پرې باور ونه‌کړي—نور يې “نااشنا”توب ورته جوت شوی دی. 

په تصوري ټاپو کې همدا چې ماشوم پوهېږي چې له نورو بېل او يو مستقل موجود دی. په بله وينا، نړۍ د ده غځونه نه‌ده؛ نو، په دې ډول، ماشوم چې وړاندې هر څه خپل بلل له لاسه ورکوي او بيا چې ماشوم ستر هم شي، په خپل وجود کې يو کمښت احساسوي—يو څه کم ورته ښکاري؛ يو څه له لاسه ورکړل شوي؛ يوه تشه رامنځته کېږي چې ډکول يې بيا د ده د ټول عمر کار جوړېږي. په لاندې بيت کې همداسې يوې مسئلې ته اشاره شوې: 

په دغه دښته کې شايد د مينې قتل شوی

په دغه دښته کې اوس هم د زړه درزا غوندې ده

دلته بيا هم “دغه دښته” د انسان د لاشعور يوه بله نومونه ده. يا، د انسان هغه (زه) دی چې دی پرې تسلط نه‌لري. له لاشعور/ناخبره (زه) سره د دښتې تشبېه يوه بل جالب اړخ د هغې پراخوالی او بې‌سره او بې‌پايانه‌توب دی—مونږ نه‌پوهېږو چې زمونږ په لاشعور کې څه دي؛ يا اصلاً زه څوک يم: بې له هغې هم، په دښته کې زمونږ ديد محدود دی—مونږ نه‌شو کړای چې ټوله دښته ووينو. سربېره پر دې، په دغه دښته کې يو څه له لاسه ورکړل شوي: “قتل شوی”؛ او دا قتل “شايد” د مينې وي. د (شايد) ټکی د دې ښکارندويي کوي چې د قتل په نوعيت او د هغې په انګېزه څوک نه‌پوهېږي او د (شاید) ټکی دا احتمال هم رامنځته کولی شي چې دی په خپل قتل شوی نه‌وي؟ 

له بلې خوا، په همدې دښته (يا همدې لاشعور/ناخبره زه) کې لا هم “د زړه درزا غوندې” ده—يعني د ژوند څرکونه لا هم په کې شته. دا بيت، زمونږ د ژوند د ماجرا اصل بيانوي: مونږ وژل کېږو او مونږ لا هم د ژوندي پاته کېدو هڅه لرو. 

که ستاسې په ياد وي، د تصوري ټاپو ځانګړنه دا وه چې د ماشوم اړتيا په کې د ده په غوښتنه بدلېږي—يعني يوه غوښتنه يوازې اړتيا نه‌وي، بلکې تر اړتيا ډېر څه لري—مثلاً ماشوم تږی وي، اوبه د مور د لاسه غواړي. ولې د مور د لاسه اوبه غواړي؟ که نه، اوبه که هر څوک ورکړي، د ده اړتيا پوره کېږي. کله چې انسان د لکان درېيم ټاپو ته کېوځي، غوښتنه بيا په اشتياق/تمایل/ارمان (Desire) بدلېږي. (ښايي ما يوه کلمه انتخاب کړې وای خو په پښتو کې داسې کلمه مې ونه‌مونده چې هغه دې د Desire ټوله مانا په ځان کې ولري). په اشتياق کې له غوښتنې څخه اړتيا لوېږي او د غوښتنې هغه برخه پاته کېږي چې نه ماشوم او نه مونږ او تاسې پوهېږو چې هغه څه دي: 

Desire = Demand – Need 

تاسې که د ګل پاچا الفت غوره نثرونه لوستي وي، حتماً د “سبا” په نوم له يوې نثري ټوټې سره مخ شوي ياست: 

هغه ورځ چه تراوسه یې نه دلمروړانګی دغرونو په سرو لویدلی دی او نه یی د پیښو او واقعاتو مطلع چا ته معلومه ده، دسبا په نامه یادیږی. دا ورځ لکه یوه پټه معشوقه له هر چانه پټه ده او د سحر نسیم یی هم له مخه پوړنی نه دی لری کړی. دا نه ده معلومه چه دغه ورځ به څه له ځان سره راوړی او څه به له ځان سره یوسی. دچمن په ګلونوبه شبنم ووروي اوکه ږلۍ؟ یواشنا به په سرو سترګو له بل نه بیل کړی او که دوه خواږه یاران به غاړه په غاړه کړی. 

دا ورځ له دغه مجهولیت او معماتوب سره د هر چا په زړه کې محبوبیت لري او هر څوک ورته په امید ګوری. د هر چا کار او زیار د سبا ورځې د ښه‌والی د پاره دی او د نن ورځې د عمل نتیجه د سبا ورځې په لمن کې لټوی. هرڅوک هیله لري چه د نن ورځې زحمت به د سبا ورځې په راحت بدل شي اوسبا به له نن نه ښه وی.

په همدغه سره د ژوندانه مشقت سپکېږي او د امید مزي غځیږي. د نن ورځې بندي د سبا ورځې ازادي په خوب کې ویني او همدغه راز خوبونه د غمونو تله سپکوي. چاچې نن د خوښۍ اوخوشحالۍ ډولۍ کاله ته راوړیده، هغه یقین لری چه سبا ته به د زوی پلار شی او له دغې خوشحالۍ نه به بله خوشحالي پیدا شي.

دا غولوونکی سبا هیڅکله نه سبا کیږي اوتر قیامته دوام لري.

د ژوندانه ټول خوږوالی په همدغه شي کې پټ دی که دغسې سبا ته څه امید ونلرو د ژوندانه تحمل هیڅکله نشو کولی. زمکه او آسمان په همدغې ورځې پسی سرپه څیړۍ سرګردانه ګرځي اوداتیا کالوبوډا هم له دغی ورځی نه نا امیده نه دی.”

د الفت “سبا” هغه پټۍ ده چې د جلان “دښته” يا ناخبره (زه) کې د موجود زخم باندې اېښودل کېږي (که (زه) درته مشکل جوړوي، اصلي شخصيت يې په ځای کارولی شئ). اما دا پټۍ، لکه الفت صاحب چې ويل، غولوونکې ده (دې بحث ته به وروسته هم تم شو). 

يو ارمان مې په زړه راشي کله کله

شنې لمبې د اور مې خېژي د ګوګله

ناګهان مې د مستۍ څپې لاهو کړي

ناګهانه مې سر عقل شي بې‌کله

زړه مې ونيسي يو پنجه د فولادو

کړي نچوړ ترې د خدای عرق يو ځله

زه بې‌خوده لېونی زړه مې لاهو شي

نه‌پوهېږي که يې پوی کړې هزار ځله

په اصل کې له “سبا” څخه د سبا حسرت ډېر خوندور دی؛ ځکه (سبا) يا هغه بل څه چې ګواکې زمونږ د وجود تشه ډکولی شي، په اصل کې مونږ پرې تېروتلي يو: مونږ فکر کوو/حس کوو چې هغه به زمونږ د زخم پټۍ وي اما، په اصل کې، مونږ نه‌پوهېږو چې څه شی په مونږ کې مات دي او څه شی زمونږ کنډواله وجود بيارغولی شي—زمونږ په وجود کې “شاید د ميني قتل شوی” وي: 

راشه ورو د يار غمه 

پرېوځه په سينه زما

ګل غمه ګلزار غمه

ای د ګلو خار غمه

خوږ لکه دلدار غمه

ای د ستورو هار غمه

هو، د لکان درېيم ټاپو سيمبوليک (Symbolic) دی: ماشوم چې کله په آينه کې خپل تصوير ګوري، او په خوا کې يې مور يا بل څوک پرې ټينګار کوي چې دا “ته” يې. له همدې د آينې تصوير سره د (ته) کلمه يو ځای کېدل، او بيا چې ماشوم دا تصوير خپل وګڼي او ورپسې دا زده‌ کړي چې له دې تصوير سره (زه) ملګری کړی—يعني ووايي چې “دا [تصوير] زه يم”—دی ورو ورو په سيمبوليک ټاپو کې پښه ږدي. سيمبوليک ټاپو د ژبې ټاپو دی او دا تر فزيکي آينې ډېره پراخه آينه ده. مونږ هره ورځ په کې ځان ګورو—يو څوک مې ستايي او يو څوک مې غندي. دا داسې وي لکه زما چې يو تصوير ښه راځي او يو تصوير خراب؛ ښه تصوير ساتم او خراب دیلیت کوم. 

په هر صورت، د سيمبوليک ټاپو يا ژبې هڅه دا ده چې د واقعي (Real) ټاپو تشه ډکه کړي. يعني، هغه څه چې له مونږ سره نه‌شته، مونږ ته حاضر کړي. اما، دا يو سراب دی، امکان نه‌لري. د جلان په خبره ژبه “د واورې د رڼا غوندې ده”. 

زه په کې وينم د درد ځای ځای منظرې جلانه

ستا شاعري ټوله د واورې د رڼا غوندې ده

جلان دا دومره عمر چې شاعري کړې، او کوي يې، فکر يې کاوه چې ګواکې د ده د درد لپاره به دوا شي، ممکن هر ځل، د يوې لږې مودې لپاره به يې د ده درد دوا کاوه، خو په اوږدمهاله کې دی لا هم ټپي دی—د ده د زړه کنده ډکه نه‌شوه. 

ژبه، په ټوله کې، غولوونکی خاصیت لري: مانا په کې کله د واورې د رڼا غوندې ښکاره شي او کله ورکه—که ښکاره کېږي هم، هغه هم له لرې او موقتي ډول. سربېره پر دې، مانا لکه د واورې رڼا، له يوه ځايه بل ته خېز وهي، له يوې کلمې بلې ته ټوپ وهي او چې هغې ته ورسېږي، له هغې بيا بلې ته تللې وي (د ژبې او مانا د دې بحث لپاره ښايي د سترکچرلیزم او پوست‌سترکچرليزم تيورۍ مطالعه شي). 

په هر صورت، د ژاک لکان تيوري ډېره پراخه او سرګرموونکې ده؛ بحثونه پرې کوو؛ خو اوس غواړم يوه ټکي ته اشاره وکړم: د شخصيت درې ټاپو ګان سره جلا نه‌دي، بلکې په يو بل کې کېوتلي دي. ده په خپله دې درې آردرونو (Orders) ته د بورومين کړۍ )‌Borromean Rings) وايي: 

د ده په باور، تصوري، سيمبوليک او واقعي ټاپوګان هم له يو بل سره مشترکات لري او هم له يو بله جلا دي. تصوري او سیمبوليک ټاپوګان په يو بل بدلېدی شي—که څه هم سيبموليک تر تصوري ډېر پراخ دی—مګر واقعي ټاپو هغه دی چې هېڅوخت دې دوو ټاپوګانو په ګیر نه‌راځي. تل له دواړو بهر پاته کېږي. په بله وينا، مونږ د الفاظو او يا مانا په مرسته واقعي هغه ته رسېدی نه‌شو. واقعي ټاپو داسې دی لکه خټه—بې شکله—کله چې سيمبولک ټاپو ته راځي، نو قالب کېږي، خښتې مثلاً ځنې جوړېږي. يعني، په ژبه کې واقعيت هېڅ وخت په هغه لومړني شکل نه‌ پاته کېږي—بدلېږي. 

د بېلګې په ډول، د پټان ناول، د کتاب په شکل کې، په سيمبوليک ټاپو کې دی او که چېرته په دې ناول فلم جوړ شي بيا تصوري ټاپو ته داخلېږي. ډېری وخت يو ادبي اثر تصويري کېدای شي؛ مثلاً، لاندې نيمبيتي وګورئ: 

باران ورېږي ما ته تا يادوي

دا کېدای يو څوک ناست/ولاړ وي او دباندې ګوري چې باران اوري او د فلش‌بک له لارې د ده معشوقه د ده د تصوير پر ځای، البته لږ خړ رنګ کې، راشي. مګر دا لاندې نيمبيتي څنګه تصويري کوئ؟ 

شوندې مې لمبه شوې چې څو جام ته رسېدې

شايد همدا وجه وي چې د جاويد اميرخيل د دې سندرې ويډيويي کليپ، څومره چې سندره خوندوره ده، هومره ښه نه‌دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب