یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهروان کال په هېواد کې د هګیو چرګانو شپږ زره نوي فارمونه...

روان کال په هېواد کې د هګیو چرګانو شپږ زره نوي فارمونه جوړېږي

تاند ( جمعه، د غویی ۳ مه ) د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت مسوولین روان کال په هېواد کې د هګیو د چرګانو د شپږ زره نویو فارمونو د جوړولو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پام کې لري د دې وزارت د کورني اقتصاد ریاست او د خلکو په ګډون د کرنې او مالداري پروژې «CLAP» په مرسته په یو شمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد کې د چرګانو پالنې په دې وروستیو کلونو کې ډېره وده کړې او پر فارمونو یې میلیونونه ډالره پانګونه شوې ده.

د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت د شمېرو له مخې اوسمهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو فارمونو کې د هګیو چرګانو درې زره او ۵۲۰ فارمونه، د غوښینو چرګانو پنځه زره او ۷۲۳ فارمونه او د چرګانو څلور تکثیري فارمونه شامل دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت دغه راز زیاتوي چې د چرګ پالنې په سکټور کې افغانستان ځان بسیاینې ته نږدې شوی او د هېواد په کچه اوسمهال د هګیو د تولید کلنۍ کچه ۶۹۰ میلیون او د چرګانو غوښې د تولید کلنۍ کچه څه باندې ۲۶۰ زره مټریک ټنو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي له ګاونډیو هیوادونو عموماً د چرګانو خوسا شوې او تاریخ تېره غوښه واردېږي او د ځینو درملو په وسیله یې بوی له منځه وړي.

خو اوس چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د چرګانو زرګونو فارمونو فعالیت پیل کړی، له ګاونډیو هېوادونو څخه د چرګانو د غوښو او هګیو تولیدات هم ډېرې کمې کچې ته رارسیدلی دي.

عام افغانان هم خپل هېواد کې د هر ډول تولیدي فابریکو د جوړېدو هرکلی کوي او وایي دوی به کله هم د کورنيو تولیداتو په شتون کې بهرني توکي وانخلي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب