شنبه, مې 18, 2024
Homeکلتورسینمادپيکا پادوکون ځان بدماشه بولي

دپيکا پادوکون ځان بدماشه بولي

تاند ( جمعه، د غویی ۳ مه ) د بالیووډ فلمونو پیاوړې اداکاره دپیکا پادوکون ځان بدماشه بولي او وایي زه د ښې اداکارۍ تر څنګ بدماشي هم کولای شم.

هغې په ټولنیزو پاڼو د خپل کوچنیوالي یو عکس خپور کړی چې تر میلیونونو کسانو یې دا عکس خوښ کړی دی.

پادوکون چې دنګ قد او د فلمونو له زاویې ښکلی اندام لري په انسټاګرام کې خپلو مینووالو ته وخ په وخت تازه عکسونه او لنډې ویډیوګانې خپروي.

د هغې دا تازه د ماشومتوب عکس چې ځان یې پکې بدماش یاد کړی، د بالیووډ د مشهورو اداکارانو تر څنګ له دوه میلیونو ډېرو کسانو خوښ کړی دی.

نوموړی له دې خپور کړي عکس سره لیکلي چې ( اندرا نګر کی غنډي هو مین) مانا دا چې زه د اندرانګر بدماشه یم.

د هغې دې شوخۍ ته لس ګونه زرو کاسانو خپل نظریات لیکلي او د شوخۍ په کمنټونو یې نازولې ده.

دپیکا پادوکون چې د بالیووډ په لسګونو مخکښو فلمونو کې یې کار کړی اوس هم په فلمي نړئ کې په کار کولو بوخته ده.

دیپیکا په خپله خوښه او مینه د رنویر سینګ سره واده کړی دی.

رنویر هم یو مست او شوخ اداکار دی چې په خپله شوخۍ او مستۍ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینووال پیدا کړي دي.

د رنویر شوخي او مستۍ ته هندیان وایي چې که په مستۍ او شوخۍ برق تولیدیده نو رنویر به د هند لپاره برق ورکاوه.

رنویر او دیپیکا چې دواړه په قد اندام کې هم سره یوه اندازه دي دواړه په ډېره خوشالئ او مینه اوس خپل ګډ ژوند پر مخ بیایي.

د يادولو وړ ده چې دپيکا پادوکون د شاه رخ خان سره په راتلونکي فلم (پټان) کې کار کوي چې ويل کېږي په راتلونکې اونۍ کې به د دې فلم لپاره ثبت پيل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب