دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeروغتیاد سردردۍ عوامل/ ډاکتر محب زغم

د سردردۍ عوامل/ ډاکتر محب زغم

که د مطالعې په وخت کې مو په سر درد شي، د سترګو ډاکتر ته ورشئ. کېدای شي لید مو سم نه وي او یا مو په سترګو کې د انکسار ستونزه وي.

که درد د ورځو له پاسه یا تر سترګو لاندې په غومبرو کې وي، کېدای شي سبب یې سینوزیت وي، د غوږ او ستوني ډاکتر ته ورشئ.

که درد د سر په څټ کې وي او د ټېکونو رګونه مو غورځي، کېدای شي فشار مو لوړ وي.

خو د سردردۍ تر ټولو عام ډول په دې لاندې لیکنه کې په تفصیل سره تشریح شوی دی:

روحي فشار ډوله سردردي

روحي فشار ډوله سردردي يا Tension-type Headache خورا عامه سردردي ده. اکثراً د درد ضد له دوا ګانو سره ښه کېږي. د ژوندانه بڼې ته پام کول ممکن د دې ډول سردردۍ مخه ونیسي مثلاً روحي فشار، د بدن وضعیت او خپلو فعالیتونو ته پام به له سړي سره مرسته وکړي چې د دې سردردۍ مخه ونیسي. که څوک ژر ژر په روحي فشار ډوله سردردي باندې اخته کېږي، کولی شي په وقایوي ډول دوايي وخوري.

روحي فشار ډوله سردردي څه شی دی او څوک پرې اخته کېږي؟

دا د سردردۍ یو عام ډول دی چې اکثر وګړي کله نا کله پرې اخته کېږي. یوې مطالعې جوته کړه چې:
• د بالغو وګړو تقریباً نیمایي په میاشت کې یو ځل په روحي فشار ډوله سردردي اخته کېږي. دې سردردۍ ته «کم پېښې حملوي سردردي» وايي.

• د بالغانو نژدې درېیمه برخه په میاشت کې د روحي فشار ډوله سردردۍ تر دوو زیاتې خو تر 15 کمې حملې لري، دې ډول ته يې «ډېر پېښې حملوي سردردي» ويل کېږي.

• په سلو کې تقریباً درې بالغ وګړي په میاشت کې تر 15 زیاتې حملي ویني چې د «د روحي فشار مزمنې سردردۍ» او یا د «مزمنې ورځنۍ سردردۍ» په نامه یادېږي.

د روحي فشار ډوله سردردۍ نښې نښانې څه دي؟

درد د خولۍ یا د لونګۍ د اېښودول د ځای چارچاپېره داسې وي لکه سر چې په یو شي باندې ټینګ نیول شوی وي. ځینې خلک دغه درد د فشار په بڼه محسوسوي. درد معمولاً د سر په دواړو خواوو کې وي او اغلباً د ورمېږ خوا ته درومي یا داسې بريښي چې درد به په ورمېږ کې وي. درد کله کله یوازې په یوه خوا کې وي. درد معمولاً د شدت په لحاظ خفیف یا متوسط وي خو کله کله شدید هم وي.

روحي فشار ډوله سردردي ممکن له 30 دقیقو څخه تر 7 ورځو پورې دوام وکړي خو اکثراً د څو ساعتونو په شاوخوا کې دوام کوي.

دا ډول سردردي معمولاً د ورځې په جریان کې راپیدا کېږي او څومره چې ورځ تېرېږي، هماغومره درد لا پسې زور اخلي.

ناروغ معمولاً بل شکایت نه کوي. ځینې خلک په دې حالت کې تېزه رڼا او لوړ اواز نه خوښوي او د درد پر مهال ډېر خوراک نه کوي.

روحي فشار ډوله سردردي له څه شي پیدا کېږي؟

اصلي سبب يې نه دی معلوم. د دې سردردۍ ځینې پېښې ممکن د روحي فشار په وجه راپیدا شي خو ټولې یې داسې نه دي. په همدې وجه اوس د «د روحي فشار سردردي» پر ځای د «روحي فشار ډوله سردردي» اصطلاح استعمالېږي. د دې ډول سر دردۍ په اکثرو واقعاتو کې څرګند دلیل نه شو موندلی. د دې ډول سردردۍ ځینې واقعات ممکن د ځینو شیانو په وسیله تشدید شي لکه:

هیجان، اضطراب، ستړیا او روحي فشار

د غاړې او سر پر عضلاتو باندې فزیکي فشار مثلاً که سړی د کار مېز ته سم نه وي ناست نو ممکن د سر او د غاړې پر عضلاتو باندې یې فشار راشي، همدارنګه ډېره موده ټلویزیون یا کمپیوټر ته کېناستل هم ورته اغېز لري. که په تته رڼا کې مطالعه وکړئ او د خط د لیدلو لپاره پر سترګو باندې زور وکړئ، دلته هم د سر عضلات له فشار سره مخ کېږي.

فزیکي عوامل لکه د لمر تېزه رڼا، یخني، ګرمي، شور او غالمغال او نور.

ځینې څېړنې وايي چې د انسان جنیټیک ساختمان هم د دې ناروغۍ یو لامل ګڼلی شو. نو ځینې خلک ممکن په میراثي توګه دغه وړتیا ولري چې د اضطراب او روحي فشار پر مهال، د نورو په پرتله په اسانۍ سره په روحي فشار ډوله سردردي باندې اخته شي.

د تعریف له مخې روحي فشار ډوله سر دردي د نورو حالتونو په وجه نه رامنځته کېږي نو که تاسې دا ډول سردردي ولرئ او ډاکتر ته ورشئ، معاینه به مو نارمله وي. یوازې د سر عضلات به مو يو څه دردناک وي نور چې څومره معاینې درته وشي، ټولې به نارملې وي.

ځینې نور معمول حالتونه هم شته چې د روحي فشار ډولې سر دردۍ په څېر سردردي پیدا کوي. مثلاً دغه حالتونه: تبه، د ځینو دوا ګانو جانبي عوارض، که څوک د قهوې په څښلو روږدی وي او بیا یوه موده قهوه ونه څښي.

يادونه: تر اندازې زیاته د دواګانو خوراک هم ورته سردردي جوړوي.

که چېرې سړی اکثره وخت د روحي فشار ډولې سردردۍ یا د نیم سرۍ لپاره د درد ګولۍ وخوري مثلاً هره ورځ د درد ضد ګولۍ وخوري نو بدن به يې له دې دواګانو سره روږدی شي. بیا که هره ورځ دوا ونه خوري نو سردرد به ورته پیدا کېږي. په دې وخت کې سړی فکر کوي چې دا به هم بله روحي فشار ډوله سردردي وي نو د درد ضد بله ګولۍ به خوري او بیا چې بله ورځ ګولۍ ونه خوري بیا به یې پر سر درد شي او همداسې به پسې دوام کوي. دا د هغو سردریو معمول سبب دی چې هره ورځ یا اکثره ورځې پیدا کېږي. که تاسې همداسې سردردي لرئ نو ډاکتر ته ورشئ.

سړی څنګه وپوهېږي چې سردردي یې بل ډول مهمه سردردي نه ده؟

که روحي فشار ډوله سردردي ولرئ نو د درد د دوو حملو تر منځ به روغ يئ او بل شکایت به نه لرئ.

ډاکتر دا ډول سردردي د هغې د نښې نښانې له مخې پېژني او هره معاینه چې اجرا کوي، هغه به نارمله وي. اصلاً که نور شکایتونه ونه لرئ او ډاکتر په بل ډول سردردي باندې مشکوک نه وي نو معایناتو ته اړتیا هم نه وي.

د سردردیو بل ډول چې ډېر عام دی او هغه هم حملوي بڼه لري مېګرېن یا نیم سري ده. د مېګرېن او روحي فشار ډولې سردردۍ تر منځ توپیر دا دی چې روحي فشار ډوله سردردي معمولاً ډېر شدید نه وي او درد یې ثابت وي خو د مېګرېن درد نبضاني وي یعنې کله زیات شي کله کم. همدارنګه په مېګرېن کې معمولاً د سر یوه خوا خوږېږي او ناروغ ځان مریض احساسوي یا به قی وهي. په روحي فشار ډوله سردردي کې سړی معمولاً خپل نارمل فعالیتونه تر سره کولی شي خو په مېګرېن کې داسې نه وي. ځینې خلک مېګرېن او روحي فشار ډوله سردردي په مختلفو وختونو کې لري.

روحي فشار ډوله سردردي څه خېل تداوي لري؟

آرام

ګرځېدل، یو څه ورزش او یا په ورځني کار کې وقفه ممکن درسره مرسته وکړي. د غاړې او ولو مساژ به ګټور وي. د اورمېږ ګرم ټکور او یا ګرم شاور ممکن ګټه درورسوي.

د درد ضد درمل

د درد ګولۍ معمولاً روحي فشار ډوله سردردي کراروي خو په یاد ولرئ چې: په یوه وار د سردردۍ لپاره د درد ګولۍ تر یو څو ورځو زیاتې ونه خورئ. په متوسط ډول په اوونۍ کې تر دوو ورځو زیات دوايي مه خورئ. که مجبورېږئ چې تر دې زیات وختونه دوايي وخورئ نو له ډاکتر سره مشوره وکړئ. که اکثره وخت د درد ګولۍ وخورئ نو ورسره روږدي به شئ او بل ډول سردري به درته پیدا شي. د درد د مخنیوي لپاره هر وخت دوايي مه خورئ. د درد ضد دغه دواګانې معمولاً استعمالېږي:
Paracetamole
پراسیټامول اغلباً ښه نتیجه ورکوي. بهتره ده څنګه چې سردردي شروع کېږي د پراسیټامول کافي مقدار (500 ملي ګرامه) واخلئ. که تر هغې پورې معطل شئ چې درد پوره زور واخلي او بیا دوا وخورئ نو پوره ګټه به ونه کړي. که ضرورت و، څلور ساعته وروسته بله ګولۍ خوړلی شئ.

د درد هغه دواګانې چې د التهاب ضد هم دي

دا د پراسیټامول بدیلې دواګانې دي. بروفین، ډیکلوفینک، نپروکسن او ځینې نورې دواګانې په همدې ډله کې دي. ممکن دغه دواګانې د پراسیټامول په نسبت د ډېرو خلکو درد کرار کړي. په ځینو کسانو کې د دې درملو استعمال، ممکن د معدي تکلیفونه پیدا کړي حال دا چې پراسیټامول دغه ستونزه نه جوړوي. غوره به دا وي چې تر نورو دواګانو مخکې پراسيټامول وازمويئ. د درملو د جانبي عوارضو او احتیاطي مواردو په باب باید تل هغه کاغذونه چې د دواګانو په قطیو کې وي، ولولئ. مثلاً که تاسې حامله يئ يا ماشوم ته تی ورکوئ نو ځینې دواګانې به درته ښې نه وي.
Aspirin
مطالعاتو ښودلې ده چې د روحي فشار ډولې سردردۍ لپاره اسپرین تر ګردو دواګانو موثر دی. یوه مطالعه وايي: په څلورو کې دريو کسانو وویل چې د اسپرین له خوراکه دوه ساعته وروسته یې درد کرار شوی دی، البته د درد شدت د دوا پر موثریت هېڅ اثر نه درلود. ځینې ډاکتران اسپیرین په دې وجه نه ورکوي چې دا تر نورو التهاب ضد ګوليو پر معده باندې لا زیات منفي اثر لري. نو دا په یاد ولرئ چې که چېرې درد مو په پراسیټامول او د التهاب ضد په نورو دواګانو باندې ښه نه شو نو بیا اسپیرين ته مخه کړئ.
یادونه: ماشومان او تر 16 کلنو کم عمره زلمکو ته اسپيرين مه ورکوئ.

د درد نورې دواګانې

کوډین، مورفین او د اوپیات (opiate) د کورنۍ نورې دواګانې په عادي حالاتو کې نه توصیه کېږي. ځینې ترکیبي ګولۍ چې پراسیټامول او کوډین دواړه لري، هم په دې ډله کې حسابېږي. دلیل يې دا دی چې د اوپیات د کورنۍ دواګانې سړي ته خوب راولي. له بلې خوا سړی له دې دواګانو سره زر روږدی کېږي او که بیا يې ونه خوري نو سردرد به ورته پیدا کېږي. هغه کسان چې د اوپیات د کورنۍ دواګانې خوري، زیاتره په مزمنه روحي فشار ډوله سردردي باندې اخته کېږي.

سړی څرنګه کولی شي د روحي فشار ډوله سردردۍ مخه ونیسي؟

ډایري یا د یادښت کتابچه

که ډېر پېښې سردردي لرئ نو دغه ټکي یادښت کړئ: سردردي کله او چېرته درپېښه شوه، شدت یې څومره و، څومره دوام يې وکړ. دا هم ورسره ولیکئ چې ستاسو په ګومان څه شي د سردردۍ سبب شو. په دې توګه به ممکن د درد ځینې تشدید کوونکي عوامل درته جوت شي مثلاً لوږه، پر سترګو باندې فشار، خراب فزیکي وضعیت، روحي فشار، غوسه او نور.

روحي فشار

روحي فشار په ځینو کسانو کې د روحي فشار ډولې سردردۍ تشدید کوونکی عامل ګڼل کېږي. څومره چې ممکنه وي له روحي فشاره ځان وساتئ. کله کله به له فشاره ډک کار کوئ او ناچاره به يئ چې هماغه کار وکړئ، په دې حالت کې باید زده کړئ چې څنګه له فشار سره مقابله وکړئ او ځان ارام وساتئ. ارام تنفس او غځونې ممکن د اضطراب او روحي فشار اثر کم کړي او د سردردۍ مخه ونیسي. کله نا کله سړی مجبورېږي چې له ارواپوه څخه مشوره واخلي.

منظم فزیکي تمرین

ځینې هغه کسان چې ډېر پېښې سردردي لري وايي کله چې دوی منظم تمرین کوي نو سردردي يې کمېږي. که چېرې تاسې فزیکي فعالیت نه لرئ نو ښه به وي چې منظم فزیکي تمرین وکړئ لکه ګرځېدل، بایسیکل ځغلول، منډې وهل، لامبو او داسې نور فعالیتونه. دا نه ده څرګنده چې څومره تمرین به ګټه وکړي.

درمل

د روحي فشار ډولې سردردۍ د مخنیوي لپاره خورا معمول درمل Amitriptyline دی. دا اصلاً د درد ضد ګولۍ نه ده او کله چې سردردي درته پیدا شي دا درته ګټه نه کوي. دا د خپګان ضد (antidepressant) درمل دی او د سردردۍ د مخنیوي لپاره باید هره ورځ وخوړل شي. البته دغه درمل په هغو کسانو کې چې خپګان نه لري هم د سردردۍ مخه نیسي نو په دې مورد کې دا د خپګان ضد دوايي په توګه نه استعمالېږي. دغه دوايي لومړی په کم مقدار باندې شروع کېږي او ممکن د وخت په تېرېدو سره يې مقدار زیات شي. کله چې د 4-6 میاشتو په موده کې سردردي کمه شوه نو بیا به Amitriptyline قطع کېږي. که دغه دوايي موثره نه وي نو نورې دواګانې ازمویل کېږي.

دا پوره نه ده جوته چې د سردردۍ د مخنیوي لپاره به څه مهال د درملو استعمال په پام کې ونیسو. د عمومي قاعدې په توګه ویل کېږي چې که چېرې پر تاسو باندې د سردردۍ حملې په میاشت کې تر څلورو ځلو زیاتې راځي نو په دې اړه به له ډاکتر سره خبرې کوئ. فکر کېږي چې غوره ده وقایوي درملنه مخکې له هغې پیل شي چې سردردي زیاته ډېر پېښې شي. وقایوي درملنه به په مزمنې سردردۍ باندې د ډېرپېښې سردردۍ د اوښتو مخه هم ونیسي.

د وقایوي درملنې هدف دا دی چې د سردردۍ شدت او تکرار کم کړي. په دې حساب له دې درملنې سره به سردردي یو مخ نه ورک کېږي خو شدت به يې کم شي او ژر ژر به نه پېښېږي. د وقایوي درملنې په بهیر کې که سردردي درته پیدا هم شي نو په آسانۍ سره به ښه شي او د درد ګولۍ به ښه اثر وکړي.

د وقایوي درملنې د موثریت اندازه داسې لګولی شئ چې د یادښت کتابچه ولرئ. په کتابچه کې د درملنې تر پیل د مخه وختونه هم ولیکئ او د درملنې په بهیر کې هم د سردردۍ د پېښېدو، د شدت اندازه او د درد ضد دواګانو د موثریت په باره کې يادښتونه ولیکئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب