پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۳۱ طالبان وژل شوي

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۳۱ طالبان وژل شوي

تاند ( جمعه، د ثور ۳) ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولان وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ځواکونو د هوایي او ځمکني بریدونو پرمهال د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ۳۱ طالبان وژلي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده وایي، دا عملیات د هوایي ځواک په ملتیا ترسره شوي، چې په وژل شویو طالبانو کې د دوی د سرې قطعې قومندان احمد هم شامل دی.

نوموړی وایي دا عملیات د حصارک په ظریف خېلو سیمه کې ترسره شوي دي.

صاحبزاده زیاتوي،چې په دې عملیاتو کې ۱۳ نور طالبانو ټپيان شوي هم دي او ګڼ شمېر وسلې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د هغه په خبره په دې عملیاتو کې عامو خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...