Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپکتيا کې د روغتيايي علومو انسټيټيوټ ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې

پکتيا کې د روغتيايي علومو انسټيټيوټ ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې

تاند (جمعه د ثور ۳) پکتیا کې د ۲۲،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتیايي علومو انسټېټیوټ ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او افتتاح شوه.

د پکتیا ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د روغتیايي علومو انسټیټوټ دا ودانۍ د هند په مالي مرسته د ۱۸ میاشتو په موده کې د ۲۲،۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوه.

دغه ودانۍ د (HCIDP) پروژو په چوکاټ کې په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوې ده چې ۲۴ درسي او شپږ اداري خونې لري.

په خبرپاڼه کې د والي حلیم فدایي له قوله راغلي چې په دې ودانۍ کې په یوه وخت ۲۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي.

ښاغلي فدایي زیاته کړې، «ډېر ژر به یې د تجهیز او فعالولو برخې د پروژې تطبیق د نارویجن مؤسسې له لوري پيل او د نیمه طبي زده کړو نارینه او ښځینه زده کوونکي به د روغتیايي زده کړو لپاره له مناسب چاپیریال څخه برخمن شي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...