جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+د نيپال او نيدرلنډ ترمنځ پای لوبه سبا شنبه ترسره کېږي

د نيپال او نيدرلنډ ترمنځ پای لوبه سبا شنبه ترسره کېږي

تاند ( جمعه، د ثور ۳) د نيپال، مالېزیا او نیدرلنډ لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه شل اوره لوبو کې نیپال او نیدرلنډ پایلوبې ته وتلې دي.

په یادو لوبو کې ۶ مه لوبه د نیپال  او مالېزیا ترمنځ ترسره شوه.

مالېزیا د لوبې پچه وګټله او لومړی يې نيپال ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

نيپال په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۷ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۰۱۸ منډو هدف ورکړ.

کرن ۴۵، اصف شېخ ۴۲ او ګیانیدرا مالا ۴۱ منډې وکړې.

د مالېزیا لوبډلې په ۲۰ اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یواځې یې  ۱۴۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۶۹ منډو په توپیر بایلوده.

مالېزیا ته امین الدین راملي ۴۱ او احمد فېض ۳۱ منډې وکړې.

د یادو دواړولوبډلو ترمنځ به پای لوبه سبا شنبه د اپرېل په  ۲۴مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...