شنبه, جولای 27, 2024
Home+آي پي اېل: ۱۶ مه لوبه کې بنګلور په اوپنرانو هدف پوره...

آي پي اېل: ۱۶ مه لوبه کې بنګلور په اوپنرانو هدف پوره کړ

تاند ( جمعه، د ثور ۳) د ای پي ایل ۱۶مه لوبه د رایل چېلنجرز بنګلور او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

بېنګلور پچه وګټله او راجستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې.

ډوبي ۴۶، راهول ټیواټیا ۴۰ او ریان پرګ ۲۵ منډې وکړې.

رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې هیڅ کوم لوبغاړی ونه سوځېده او هدف یې په ۱۷ ام اور کې پوره کړ.

پاډیکال په ۵۲ توپونو ۱۰۱ ناسوځېدلې او ویراټ کوهلي په ۴۷ توپونو ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په دې لوبه کې  د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ویراټ کوهلي نوی ریکارډ جوړ کړ.

نوموړی لومړنی توپوهونکی شو چې ای پي ایل کې يې تر ټولو زیاتې ۶۰۲۱ منډې جوړوي.

نوموړي په ای پي ایل کې ۱۹۶ لوبې ترسره کړې، چې ۵ سلیزې او ۴۰ پنځوسیزې يې وهلي دي، د نوموړي سټرایک رېټ ۱۳۰.۶۹ دی.

له ویراټ کوهلي وروسته سریش راینا ۵۴۴۷، شیکر دهون ۵۴۲۸، ډیویډ وارنر ۵۳۸۴ او روهیت شرما ۵۳۶۸ منډې کړې دي.

د روانو لوبو ۱۷ مه لوبه نن ماښام د پنجاب کېنګز او ممبی انډینز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب