Homeخبرونهامریکا کې د کورونا له امله د مړو شمېر تر ۵۷۰ زرو...

امریکا کې د کورونا له امله د مړو شمېر تر ۵۷۰ زرو واوښت

تاند ( جمعه ، د حمل ۳) په امریکا کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۵۷۰ زرو واوښت.

د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۳۱ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۵۷۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴۴ میلیونه ډېر شوی او تر ۳ میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

دغه راز په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۱۸ زره او ۷۹۹ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۸۳زره او ۴۷۵، په مکسیکو کې ۲۱۴زره او ۵۹۷، په هند کې ۱۸۲زره او ۵۵۳، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۵۷۷، په ایران کې ۶۷ زره او ۵۲۵ او په پاکستان کې ۱۶ زره او ۴۵۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس مړه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...