جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد غزني د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان په ماین چاودنه کې ووژل...

د غزني د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان په ماین چاودنه کې ووژل شو

تاند (جمعه د ثور ۳) د غزني ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان رحمت الله مبارز د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوی.

د غزني د ولایتي شورا رئیس نصیر احمد فقیري ویلي چې دغه پېښه نن سهار د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د ښاغلي فقیري په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې رحمت الله مبارز د ده یک ولسوالۍ د وژل شوي امنیه قوماندان جاوېد پنجشیري د جسد د انتقالولو په موخه یادې ولسوالۍ ته تللی و.

جاوېد پنجشیري دوه ورځې مخکې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی و.

د غزني د ولایتي شورا د رئیس په وینا چې د رحمت الله مبارز سره د هغه یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

رحمت الله مبارز دوه ورځې مخکې د غزني د ناوې ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه په دنده ګومارل شوی و.

راپورونه وايي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د غزني په دوه –درې ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

1 COMMENT

  1. الله دې ددې دواړو شهیدانو روح پاک ولري، او کورنیو ته دې الله جميل صبر ورکړي. الله دې هغه کسان خپل په غضب ګرفتار کړي چې ددې وطن پچيان وژني. ژوندي دې وي د افغانستان امنیتي قواوې او په دې وطن مین سرتېري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب