Homeخبرونه د پاکستان پخوانی سفیر: اسلام‌اباد باید له کابل سره سیاسي تعامل پیل...

 د پاکستان پخوانی سفیر: اسلام‌اباد باید له کابل سره سیاسي تعامل پیل کړي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې په تېرو پنځو کلونو کې له بې‌ساري ننګونو سره مخامخ شوې دي او پاکستان باید خپله تګلاره له یوازې امنیت‌محور سیاست څخه سیاسي تعامل ته بدله کړي.

احمد خان د «پالیسي بیکن» په خپرونه کې لیکلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ترهګرۍ او سیمه‌ییزو جیوپولیټیکو عواملو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید خپلې امنیتي اندېښنې او د پولې پورې غاړه ترهګري جدي ونیسي، خو دوه اړخیزې اړیکې باید یوازې پر امنیتي مسایلو او پوځي اقداماتو ولاړې نه وي.

د پاکستان پخواني دیپلومات وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د خلکو قانوني او ثبت شوی تګ راتګ، د نژدې قومي، ټولنیزو او اقتصادي اړیکو له مخې، اسانه شي. نوموړي همداراز د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو پراختیا د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د بیا رغولو لپاره مهمه بللې ده.

احمد خان د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه هم ویلي چې دا موضوع باید له موجوده واقعیتونو سره سم، په درناوي او همغږۍ مدیریت شي.

هغه وړاندیز کړی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې دې په درېیو کچو بېرته ورغول شي:

د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو یا بهرنیو چارو وزیرانو په کچه دې سیاسي تعامل پیل شي، څو متقابل باور زیات او امنیتي او اقتصادي ستونزې حل شي؛

د ګډو پولو د مدیریت لپاره دې ادارې یو له بل سره همکاري وکړي، څو د ترهګرۍ مخه ونیول شي او د خلکو او سوداګرۍ تګ راتګ اسانه شي؛

افغانستان او پاکستان دې له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره همکاري پراخه کړي، څو سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.

هغه د ټاپي ګاز نل‌لیکې، کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پروژې او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د رېللارې پروژې د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ مهم فرصتونه بللي دي.

احمد خان ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کولو لپاره حتمي نه ده چې له بهرني منځګړیتوب څخه کار واخیستل شي، ځکه دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو له واقعیتونو ښه خبر دي. خو که ستونزې دوام وکړي، د چین، پاکستان او افغانستان په درې‌اړخیز چوکاټ کې د «اورومچي نوښت» څخه د اړیکو د عادي کولو لپاره ګټه اخیستل کېدای شي.

1 COMMENT

  1. ستونزه د پاکستان په پوځ کې ترڅو چې پاکستان ولس او سیاسیون د خپل د دولت اقتصادی او سیاسی واګی له پوځ څخه وانخلی نو افغانستان څه کوی چې هند به ورسره جوړ نشي زموږ د ولس وژل د پوځ او استخباراتو د پلان په اساس شوی نو د امریکا او غربی هیوادونو ډالر لپاره زموږ ولس وژل شوی ترڅو چې پاکستان خپل جنګی جرمنو ونه منی ستونزه همدلته نه ختمیږی ځکه دلته چې وژل شوی انسان دی که په بهرنیو هیوادونو کې یو څاروی یا حیوان ووژنی مجرم محاکمه کیږی مګر د افغانانو قاتلین په رڼا ورځ ګرځی خو څوک یې تري د پوښتنی جرئت نشي کولی ځکه د نړۍ نظام ګډوډي لور ته روان ده آن تر دې چې دریمه نړیواله جګړه راتلونکی ده تر ۲۰۲۷ -۲۰۳۰ پوری
    نو کله چې د چین او تایوان جګړه چې امریکا د تایوان ملاتړی ونښلی نو دبیا د پاکستان اصلیت نړۍ یعنی امریکا (غرب) چین او روسیی (شرق) ته روښانه شي ترهغه وخته انتظار پکارده کیدای شي دا جګړه په ۲۰۲۷ کي شروع شي د امریکا له حرکاتو ښکاری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عزت/ شهسوار سنګروال

بینا/اجمل پسرلی

ښه / اجمل پسرلی

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...