ژباړن: سیلانی
درنو لوستونکو، ما د دې معاهدې مایکرو فلم او انګلیسي ژباړه د قطر هېواد له ډيجيټالي کتابتون څخه تر لاسه کړه. همدا معاهده د ملګرو ملتونو په منشور کې هم خوندي ده.
د افغانستان او ایران د لوړو دولتونو ترمنځ معاهده
تهران، د ۱۹۲۱م کال د جون ۲۲مه
(د دې تصدیقلیکونو تبادله د ۱۹۲۳م کال د سپتمبر په ۷مه په کابل کې وشوه.)
د الله(ج) په نامه، چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی!
له الله(ج) پرته بل معبود نشته، محمد (ص) د هغه پیغمبر دی!
ټول په ګډه د الله پر رسۍ منګولې ولګوئ او سره مه بېلېږئ!
څرنګه چې اسلامي یووالی، نژادي پیوندونه او د دواړو دولتونو ترمنځ د نېک او ښه ګاونډیتوب اړیکې دا ایجابوي چې د دوی دوستانه مناسبات د یوې معاهدې په تړلو سره لا ټینګ شي. له همدې امله، د دې سپېڅلي مقصد د عملي کولو لپاره، اعلیحضرت د ایران شاه خپل جلالتمآب حاجي محتشمالسلطنه، د بهرنیو چارو وزیر او اعلیحضرت د افغانستان امیر خپل جلالتمآب سردار عبدالعزیز خان، مختار وزیر او د اعتبار لرونکي لیک درلودونکی استازی، د خپلو باصلاحیته استازو په توګه وټاکل. دواړو استازو د خپلو رسمي اعتبارلیکونو تر تبادلې وروسته، لاندې مادې تصویب او ومنلې:
لومړۍ ماده
له نن ورځې وروسته به د ایران او افغانستان او د دواړو دولتونو د اتباعو ترمنځ رښتینې دوستي او ښې اړیکې ټینګې شي.
دویمه ماده
د دواړو عالیه تړون کوونکو لورو سفیران، مختار وزیران، شارژدافیران او مأمورین به د مقابل لوري په دربار کې له هغو ټولو حقوقو او امتیازونو څخه برخمن وي چې د نړیوالو قوانینو او مروجو دودونو له مخې ټاکل شوي او معمول دي.
درېیمه ماده
د دواړو تړون کوونکو دولتونو اتباع، که د مقابل دولت په هېواد کې استوګن وي او که هلته سفر کوي، درناوی به یې کېږي او په بشپړ ډول به د خپل دولت د رسمي استازو تر ساتنې لاندې وي.
څلورمه ماده
د دواړو تړون کوونکو دولتونو اتباع، که د مقابل دولت په خاوره کې استوګن وي او که هلته سفر کوي، د هماغې خاورې د قوانینو تابع به وي. د هغوی مدني او جزایي قضیې به د ایران او افغانستان د سیمهییزو قضایي محکمو له خوا واورېدل شي او پرېکړه به ورباندې وشي.
د دواړو عالیه تړون کوونکو لورو دیپلوماتیک او قونسلي مأمورین به د یو بل په خاوره کې په مدني او جزایي قضیو کې د مداخلې حق ونه لري. د هغه هېواد کورنۍ محکمې چې د دواړو دولتونو اتباع په کې استوګن وي، هغه مراجع دي چې د هر یوه دولت د اتباعو ټولې دعوې باید ورته وړاندې شي.
پنځمه ماده
دواړه عالیه تړون کوونکي لوري حق لري چې د یو بل هېواد په مهمو ښارونو او سوداګریزو مرکزونو کې جنرال قونسلان، قونسلان، مرستیال قونسلان او قونسلي استازي وټاکي، خو نوموړي مأمورین به تر هغه وخته خپلې ټاکل شوې دندې نه پیلوي، څو یې یې د د مأموریت رسمي اجرائیه اجازهلیکونه د هغه هېواد له دود سره سم، چې دوی په کې استوګن دي، صادر شوي نه وي.
شپږمه ماده
د هر یوه دولت هغه اتباع چې د بل دولت په خاوره کې استوګن وي، له پوځي خدمت او همدارنګه له ټولو هغو نورو مکلفیتونو څخه معاف دي چې یوازې د هماغه هېواد پر خپلو اتباعو لازم وي.
اوومه ماده
که د دواړو تړون کوونکو دولتونو له اتباعو څخه یو تن جرم ترسره کړي او د بل دولت خاورې ته وتښتي، د هغه کس یعنې د جرم ترسره کوونکي دولت مأمورین حق لري چې د دیپلوماتیکو لارو له مخې د نوموړي د بېرته سپارلو غوښتنه وکړي. سیمهییز چارواکي به هم په دې برخه کې له مرستې کولو څخه ډډه نه کوي. خو سیاسي مجرمان له دې حکم څخه مستثنی دي.
اتمه ماده
د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو مناسباتو د ټینګولو لپاره به دواړه تړون کوونکي لوري په لومړي مناسب فرصت کې د سوداګریزو اړیکو، ګمرکي محصولاتو او پوستي او تلګرافي مبادلاتو په اړه لازم تړونونه او موافقتلیکونه لاسلیک کړي. دغه تړونونه او موافقتلیکونه به تر لاسلیک او تصدیق وروسته نافذ شي.
نهمه ماده
د یوه تړون کوونکي لوري او کوم درېیم دولت ترمنځ د جګړې پیلېدل به د دواړو لورو د دوستانه اړیکو د پرې کېدو لامل نه ګرځي. بل لوری به د بېطرفۍ د اصولو له مخې مکلف وي چې دښمن ته له هر ډول اسانتیاوو برابرولو څخه ډډه وکړي.
لسمه ماده
تړون کوونکو لورو، د ایران د شاهنشاهي دولت او د افغانستان د پاچاهۍ ترمنځ د شته دوستۍ او متقابل باور د څرګندولو لپاره پرېکړه کړې ده چې ټولې مهمې ستونزې او شخړې، چې دوی یې د خبرو اترو له لارې په قناعتبښونکي ډول نه شي هوارولی، د نړیوالو قوانینو او دودونو له مخې حکمیت ته وسپاري. تړون کوونکي لوري ژمنه کوي چې د حکمیت پرېکړه به په بشپړې رښتینولۍ عملي کوي.
یوولسمه ماده
دا معاهده به په فارسي ژبه په دوو یو شان نسخو کې ترتیب شي.
دولسمه ماده
د دواړو تړون کوونکو لورو استازي ژمنه کوي چې د دې معاهدې د لاسلیک له نېټې څخه د درېیو میاشتو په موده کې، یا که شونې وي تر دې هم وړاندې، د معاهدې د تصدیق لپاره ټول اړین اسناد په تهران یا کابل کې سره تبادله کړي. له همدې امله، د دواړو تړون کوونکو لورو استازو دا معاهده لاسلیک او په خپلو مهرونو مهر کړه.
په تهران کې د ۱۳۳۹ هجري قمري کال د شوال د میاشتې په ۱۵مه، چې د ۱۳۰۰ هجري لمریز کال د سرطان له لومړۍ نېټې سره سمون لري، ترتیب او لاسلیک شوه.
ضمیمه مادې
لومړۍ ماده
د دې معاهدې په درېیمه ماده کې د دې جملې معنا چې: «د دواړو تړون کوونکو دولتونو اتباع، که د مقابل دولت په هېواد کې استوګن وي او که هلته سفر کوي، درناوی به یې کېږي او په بشپړ ډول به د خپل دولت د رسمي استازو تر ساتنې لاندې وي»، دا ده چې د دواړو دولتونو مأمورین کولای شي د هغه هېواد د قوانینو په چوکاټ کې چې دوی په کې استوګن دي، د خپلو اتباعو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د هماغه هېواد چارواکو ته مراجعه وکړي.
دویمه ماده
هغه قومونه او کوچيان چې پخوا له افغانستان څخه ایران ته کډه شوي دي، د بربریانو او نورو په ګډون، د پخوا په څېر به د ایران اتباع پاتې شي. هغه بربریان چې غواړي افغانستان ته سفر وکړي، تر هغه به د افغانستان خاورې ته د ننوتلو اجازه ونه لري چې په ایران کې د مېشتو افغان چارواکو له خوا یې پاسپورټونه ویزه شوي نه وي.
هغه سرحدي قومونه چې د اوړي استوګنځایونه یې په یوه هېواد او د ژمي استوګنځایونه یې په بل هېواد کې وي، په ایران کې د اوسېدو پر مهال به د ایران د اتباعو او په افغانستان کې د اوسېدو پر مهال به د افغانستان د اتباعو په توګه چلند ورسره کېږي.
هغه کسان چې له افغانستان څخه ایران ته راغلي او په ایران کې د افغانستان د سفارت تر جوړېدو مخکې هلته مېشت شوي دي، د پخوا په څېر به د ایران اتباع پاتې شي.
هغه سوداګر چې یوازې د سوداګرۍ لپاره له افغانستان څخه ایران ته راغلي وي، په ایران کې دایمي استوګن شوي نه وي او د اسنادو له مخې ثابته شي چې د ایران دولتي ادارو ورسره د ایراني اتباعو په توګه چلند نه دی کړی، د افغانستان د اتباعو په توګه به وپېژندل شي.
درېیمه ماده
په همدې ډول، هغه قومونه او کوچيان چې له ایران څخه افغانستان ته کډه شوي دي، د هغه هېواد اتباع به پاتې کېږي چې دوی په کې استوګن دي او تر هغه به ایران ته د ننوتلو حق ونه لري چې د ایران د استازو له خوا یې پاسپورټونه ویزه شوي نه وي. هغه ډول چلند چې تفصیل یې په دویمه ضمیمه ماده کې بیان شوی، پر هغو قومونو او کوچيانو به هم پلی کېږي چې پخوا له افغانستان څخه ایران ته کډه شوي دي.
هغه کسان چې په کابل کې د ایران د سفارت تر جوړېدو مخکې له ایران څخه افغانستان ته کډه شوي او هلته مېشت شوي دي، د پخوا په څېر به د افغانستان اتباع پاتې شي. هغه سوداګر چې یوازې د سوداګرۍ لپاره له ایران څخه افغانستان ته تللي وي، هلته دایمي استوګن شوي نه وي، او د اسنادو له مخې ثابته شي چې د افغانستان دولتي ادارو ورسره د افغان اتباعو په توګه چلند نه دی کړی، د ایران د اتباعو په توګه به وپېژندل شي.
د تصدیق متن
د الله په نامه، چې تر ټولو سپېڅلی دی!
زه د الله بنده، د الله په لار کې هڅه کوونکی، امیر امانالله د افغانستان د عالیه دولت پاچا، د دوستۍ دغه معاهده تصدیقوم چې له دولسو مادو او درېیو ضمیمه مادو څخه جوړه ده او په پورته مشخصو بېلابېلو نېټو کې، د دواړو عالیه دولتونو د باصلاحیته استازو له لارې، زموږ او اعلیحضرت سلطان احمدشاه قاجار، د ایران په قلمرو کې د ټولو شاملو سیمو د شاه، ترمنځ تړل شوې ده او ژمنه کوو چې دا معاهده به له هر ډول بدلون پرته په بشپړ ډول عملي کړو.
(د اعلیحضرت غازي لاسلیک)
د ۱۳۰۲ هجري لمریز کال د سنبلې په ۱۵مه، چې د ۱۳۴۲ هجري قمري کال له محرم سره سمون لري، نېټه ورکړل شوه
د ایران استازی
د افغانستان استازی
محتشمالسلطنه
عبدالعزیز
د ایران د عالیه دولت د بهرنیو چارو وزیر
د افغانستان د عالیه دولت استازی
د افغانستان استازی
د ایران استازی
جنرال محمدولي خان
نصرالله اطلاعالملک
د افغانستان د عالیه دولت د بهرنیو چارو وزیر
په کابل کې د ایران د عالیه دولت مختار وزیر او باورلیکلرونکی استازی