Homeخبرونهخلیلزاد: امریکا باید افغانستان ته شا وانه ړوي

خلیلزاد: امریکا باید افغانستان ته شا وانه ړوي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او د دوحې تړون مهم لوبغاړي، زلمی خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو له مشهورې «نشنل» خپرونې سره په خبرو کې ویلي چې واشنګټن باید د خپلو جیوپولیټیکو ګټو لپاره له افغانستان سره خپل تعامل پراخ کړي.

خلیلزاد ویلي، له افغانستان څخه مخ اړول او له دغه هېواد سره د اړیکو محدودول به یوه ستره تېروتنه وي، ځکه په یوه مهم ستراتیژیک موقعیت کې تشه رامنځته کوي او د امریکا سیال هېوادونه به خوشحاله شي چې دا تشه ډکه کړي.

هغه د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ د ارزونې په ترڅ کې ویلي چې په ځینو برخو کې د افغانستان وضعیت د ډېرو اټکلونو خلاف ښه پاتې شوی دی.

خلیلزاد زیاته کړې، مخکې داسې اندېښنې موجودې وې چې له افغانستان څخه به د ترهګرۍ ګواښ زیات شي، امنیتي وضعیت به خراب شي او د نړیوالې مرستې له کمېدو وروسته به اقتصاد او مالي وضعیت له سقوط سره مخ شي؛ خو د ده په وینا، دا ډول حالت تر ډېره رامنځته نه شو.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، طالبانو په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د زیربناوو په پراختیا، د کرنې په ملاتړ او له سیمه‌ییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول له منځنۍ اسیا او ازبکستان سره په دیپلوماتیکو اړیکو کې، تر تمې ښه وړتیا ښودلې ده.

خلیلزاد د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د خرابېدو په اړه ویلي چې پاکستان د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفانو ملاتړ کوي.

هغه ویلي، امریکا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د دومره خرابېدو او د اسلام‌اباد د پخوانیو سیاستونو د بیا راګرځېدو اټکل نه و کړی، چې په وینا یې، پاکستان د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفانو کوربه‌توب کوي او د بې‌ثباتۍ هڅه کوي.

په وروستیو کې داسي راپورونه ورکړل شوي چې پاکستان د افغانستان د طالبانو د حکومت وسله والو مخالفانو مشرانو ته په خپله خاوره کې دفترونه او وسله والو کسانو ته یې د روزنې کمپونه مهیا کړي دي.

1 COMMENT

  1. ستونزه خلیلزاد جوړه کړی ځکه نوموړی د افغانستان ده خو تل دلته داسې لوبه کړی چې دا ولس وکړیږی ، مهمه خبره داده چې نوموړی د افغانستان داخلی جګړو په وخت کې د پاکستان په همکاری له سیاف، ګلبدین، ربانی مسعود او عبدالله مزاری محقق او دوستم سره نږدی اړیکی پاللی او کله تیرځل د طالبانو نظام نسکور شو نو همغه جنګي ډلی ټپلی یې قدرت ته ورسول آن تر دی چې غنی او کرزی په وړاندی بغاوت شروع کړ نو قیصاری او علیپور او داسي نور لنډغر حمایت همدی جنګي ډلو مشرانو وکړل مګر ملامت یې کرزی او غنی کړ
    نو غنی هم وویل چې خلیلزاد جنګسلارانو ته قدرت سپارلی وو نو ولس پوه ده چې خلیلزاد کوم غمونه نه وو چې دې ولس باندی یی ونه تپل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...