Homeخبرونهد افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځمه یو ورځینۍ مسابقه او ټوله...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځمه یو ورځینۍ مسابقه او ټوله لوبلړۍ له آیرلنډه وګټله

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۲۵ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آیرلنډ په کوربه توب په پنځو یو ورځنیو سیالیو کې څلور وګټلې او یوه د باران د اورېدو له کبله لغوه شوه.

د شنبې په ورځ (د زمري/ اسد ۲۴ مه) افغانستان په ۶ ویکټونو او ۷ اضافي توپونو آیرلنډ ته ماتې ورکړه. د رحمت شاه زرمتي او صدیق اتل خورا ښې توپ وهنې د افغانستان له دې بري سره د پام وړ مرسته وکړه.

رحمت شاه، چې د پنځمې مسابقې غوره لوبغاړی شو، په ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

صدیق اتل بیا ۹۸ منډې وکړې.

په توپ اچونه یا بالینګ کې بیا عظمت الله عمرزی ښه وځلېد. ده د دوو پیلګرو لوبغاړو په شمول درې مهم آیرلنډي لوبغاړي وسوځول. الله داد غضنفر ۲، محمد سلیم ۱ او ننګیالي خروټي یو لوبغاړی سوځول. راشد خان او فاروقي په دې سیالۍ کې ونه لوبېدل.

راشد خان سره له دې چې په پنځمه سیالي کې نه و، د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو. ده د دې ترڅنګ چې ۱۲ لوبغاړي وسوځول، ۵۰ منډې یې د ځان په نوم ثبت کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د پوډکاسټ لړۍ پیلوي

د امریکا د متحد ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما غواړي چې په سپتمبر میاشت کې د پوډکاسټ یوه لړۍ پيل کړي. د راپورونو له...