پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+ویلیم ګولډمن څوک و؟

ویلیم ګولډمن څوک و؟

تاند- د ۱۹۳۱ كال د اګست په دوولسمه نامتو امريكايي ناول ليكوال او سناريو ليكوال ويليم ګولډمن په شيكاګو كې وزېږېد. هغه په ١٩٨٣ کې د نوبل ادبي جايزه ګټلې او تر ټولو مهم داستاني اثر يې (Princess Bride) نومېږي.

ويليم ګولډمن او كشر ورو يې جېمز ګولډمن په ليكوالۍ كې بې سارى سبك درلود او دواړو په خپل ژوند كې ډېرې بريالۍ لنډې كيسې، ناولونه، ډرامې او سناريوګانې ليكلې دي.

ګولډمن په اوبيرلين كالج كې ليسانس او په كولمبيا پوهنتون کې ماستري كړې خو څرنګه چې يې داستاني ادبيات خوښېدل د خپل كشري ورور جېمز د لارې مل شو او له هغه سره يې په ګډه په ۱۹۶۱ كې د (Blood, Sweat او Stanley Poole) په نومونو ډرامې وليكلې.

په ۱۹۶۱ كې د جېمز په لاس ليكلې ډرامې (The Lion in Winter) چې په ۱۹۶۸ كې ورڅخه فلم جوړ شو، اكاډمي ايوارډ (جايزه)وګاټۀ.

په نولس سوه شپېتمه لسيزه كې ويليم ګولډمن ناول ليكلو ته ملا وتړله او په دې موده كې دۀ (Solider in the Rain, Boys and Girls Together, No Way to Treat a Lady, Marathon Man, The Princess Bride) په باران كې عسكر، هلكان او نجونې يوځاى، له ښځې سره د چلند لاره نشته، ورزشكار او د شازادګۍ مرغه په شان ناولونه وپنځول.

وروسته له هغه چې د دۀ له ناول (په باران كې عسكر) څخه په۱۹۶۳ كې فلم جوړ شو په خپله يې د فلمونو لپاره په كيسو ليكلو پيل وكړ. ويليم ګولډمن خپلو ګڼو ناولونو او كيسو ته د فلم لپاره د سناريو بڼه وركړه لكه ورزشكار ته په ۱۹۷۶ كې او د شازادګۍ مرغه ته په ۱۹۸۷ كې.

ګولډمن د (Butch Cassidy and the Sundance Kid او All the President’s Men) د سناريوګانو په خاطر اكاډيمي ايوارډونه ترلاسه كړل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب