Homeخبرونهبهرنیو رسنیو ته نوې لارښود په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ...

بهرنیو رسنیو ته نوې لارښود په پاکستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه اندېښنې پارولي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د پاکستان مطبوعاتي بنسټ (PPF) د «۲۰۲۶ کال د بهرنیو رسنیو د اسانتیا لارښود» په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه تګلاره ښايي په پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي محدوده او د ناسمو خبرونو د خپرېدو امکان زیات کړي.

د دې لارښود له مخې، ټول هغه خبریالان چې په پاکستان کې اوسېږي او له بهرنیو رسنیو سره په هر ډول کار کوي، باید د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د بهرنیو تبلیغاتو له څانګې سره ثبت شي. په دې کې سیمه‌ییز خبریالان، فریلانسران او د نړیوالو رسنیو نور همکاران هم شامل دي.

پي پي ایف وايي، که د خبریالانو پر فعالیتونو محدودیتونه زیات شي او رسنۍ ونه شي کولای په خپلواکه توګه راپورونه چمتو او تایید کړي، نو د معلوماتو د تشې او ناسمو خبرونو د زیاتېدو خطر به لوړ شي. دغه بنسټ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د رسنیو د محدودولو پر ځای، د بیان ازادي او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حقونه خوندي کړي.

د لارښود له مخې، د بهرنیو رسنیو د خبریالانو د اعتبار غوښتنلیک د منلو یا ردولو واک د اطلاعاتو وزارت د بهرنیو تبلیغاتو له څانګې سره دی. پي پي ایف وايي، په لارښود کې دا روښانه نه ده چې که د یوه خبریال غوښتنلیک رد شي، ایا چارواکي به د رد دلیل هم وړاندې کوي که نه. سربېره پر دې، د رد پر وړاندې د اعتراض پروسه ښايي دومره وخت ونیسي چې خبریال خپل راپور پر وخت چمتو نه شي کړای.

د پاکستان د خبریالانو د فدرالي اتحادیې (PFUJ) مشرانو هم دغه لارښود غندلی او ویلي یې دي چې دا د بیان د ازادۍ پر وړاندې ګام دی. د کراچۍ د مطبوعاتو کلب مشر هم دغه تګلاره «سخته او محدودوونکې» بللې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د نوي لارښود په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

پي پی ایف همداراز وايي، له دې لارښود څخه څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو وزارت د الجزیرې پر ځینو راپورونو نیوکه کړې وه او وروسته په پاکستان کې د الجزیرې وېبپاڼه هم د لاسرسي وړ نه وه. پي پي ایف اندېښنه لري چې د یوې رسنۍ د راپورونو له امله پر ټولې رسنۍ د بندیز لګول د خپلواکو رسنیو د فعالیت لپاره خطرناک مثال جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...