Homeخبرونهافغانستان او آیرلنډ په څلورمه یو ورځینۍ سیالي کې مخامخ کېږي

افغانستان او آیرلنډ په څلورمه یو ورځینۍ سیالي کې مخامخ کېږي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ که) ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن (چهارشنبه) د یو ورځنیو لوبو په څلورمه سیالۍ کې سره مخامخ شي.

دا مسابقه، چې د آیرلنډ په کوربه توب د آیرلنډ په مرکز بلفاست کې کېږي، د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ څلورمه لوبه ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالي د باران د اورېدو له کبله لغوه شوه خو دوهمه افغانستان په لوړ توپیر، یعني په ۹۲ منډو وګټله. درېیمه مسابقه هم افغانستان په ۳ ویکټونو او ۳۱ اضافي توپونو وګټله او ورسره یې د ۲۰۲۷ د یو ورځینو سیالیو  نړیوال جام ته مستقیمه لار وموندله.

نن د دواړو لوبډلو سیالي به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیل شي.

افغانستان هڅه کوي چې په پاتې دوې سیالۍ هم وګټي او له ایرلنډ سره د دې سیالیو لړۍ په بریالیتوب پای ته ورسوي.

په درېیمه سیالي کې د رحمان الله ګوربز له شې لوبې سره سره، که د راشد خان ښه باولینګ یا توپ وهنه نه وای ګرانه وه چې افغانستان دې آیرلنډ ته ماتې ورکړې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...