Homeخبرونهیونیسکو: په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه به ښايي د...

یونیسکو: په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو محدودیتونه به ښايي د ښوونځیو کیفیت لا کمزوری کړي

تاند (چهارشنبه، د زمري/ اسد ۲۱ مه) د ملګرو ملتونو د ښوونې او روزنې ادارې یونیسکو ویلي، په افغانستان کې د ښځو پر لوړو زده‌کړو محدودیتونه به د ښځینه ښوونکو کمښت نور هم زیات کړي او د زده‌کړو کیفیت به کمزوری کړي؛ په داسې حال کې چې لا دمخه میلیونونه افغان ماشومان له ښوونځیو څخه بهر دي.

د یونیسکو د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي او له ۲ میلیونو ډېر د لومړنیو ښوونځیو ماشومان هم ښوونځیو ته نه ځي.

ښځې د ۲۰۲۲ کال له دسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. یونیسکو وايي، دا بندیز د نجونو د زده‌کړو په برخه کې نژدې دوه لسیزې پرمختګ شاته غورځولی دی. ښځینه ښوونکې هم د هلکانو له تدریس څخه منع دي.

یونیسکو اټکل کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان له ۱۱ زرو څخه د زیاتو مسلکي ښځینه ښوونکو له کمښت سره مخ شي.

د یونیسکو د بېړنیو زده‌کړو د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان ویلي، ګڼ شمېر ښوونکي له هېواده وتلي او هغه ښځینه ښوونکې چې په تعلیمي نظام کې پاتې دي، د تدریس اجازه نه لري. د هغې په وینا، له دې امله هلکانو ته په ځینو مواردو کې غیرمسلکي نارینه ښوونکي تدریس کوي او په ځینو سیمو کې ان ښوونکي هم نه شته.

یونیسکو وايي، د افغانستان د ۱۰ کلنو ماشومانو له ۹۰ سلنې څخه ډېر حتی ساده متن سم نه شي لوستلای او د هېواد د سواد کچه شاوخوا ۳۷ سلنه ده. سربېره پر دې، ګڼ ښوونځي له ګڼې‌ګوڼې او کمزورو امکاناتو سره مخ دي او نژدې نیمایي ښوونځي پاکې اوبه، سم تشنابونه او د تودولو امکانات نه لري.

یونیسکو زیاتوي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳ میلیونه کسان په جبري یا خپله خوښه افغانستان ته بېرته ستانه شوي، چې پر ښوونیز نظام یې فشار زیات کړی. له ۲۰۲۱ کال راهیسې زلزلو، سېلونو او نورو طبیعي پېښو هم د شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځیو د تړل کېدو سبب شوي دي.

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې په رسمي ډول له لومړنیو زده‌کړو وروسته له تعلیم څخه منع کوي.

د یونیسکو د اټکل له مخې، د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیزونه ښايي تر ۲۰۶۶ کال پورې شاوخوا ۶۰۰ زره افغان ښځې د کار له بازار څخه وباسي، د ښځو د عایداتو په برخه کې شاوخوا ۹.۶ میلیارد ډالره مجموعي زیان رامنځته کړي او د کم عمره ودونو خطر هم زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...