Homeخبرونهټرمپ وايي، که د سې شنبې په ورځ هرمز نه پرانیستل شو،...

ټرمپ وايي، که د سې شنبې په ورځ هرمز نه پرانیستل شو، د ایران برېښناکوټونه ویجاړوي

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې که هرمز هرمز تنګی پرانیستل نه شي، د سې‌شنبې په ورځ به په ایران کې پر «برېښنا فابریکو او پلونو» برید وشي.

د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ، ټروت سوشل کې په دوو پرله‌پسې پیغامونو کې اعلان وکړ چې په ایران کې ژغورل شوی یو پیلوټ «سخت ټپي» و، او ګواښ یې وکړ چې د سې‌شنبې په ورځ به بریدونه ترسره شي.

ټرمپ د ژغورنې د لومړيو عملیاتو په اړه ولیکل:
«موږ د ایف-۱۵ یو غړی/افسر چې سخت ټپي او ډېر زړور و، د ایران د غرونو له منځه وژغوره. د ایران پوځ په پراخه کچه د هغه په لټه کې و او نژدې شوی و.»

هغه د دغه افسر رتبه «ډګروال» وبلله او ویې ویل چې دا د ژغورنې دا ډول عملیات ډېر کم ترسره کېږي.

د دوهمو عملیاتو په اړه ټرمپ وویل:
«دوهم عملیات له لومړیو هغو وروسته ترسره شول، په لړ کې یې موږ پیلوټ د ورځې په رڼا کې وژغوره، چې دا هم غیرمعمولي و، او موږ اووه ساعته د ایران پر فضا ګرځېدو. دا د ټولو له خوا د زړورتیا او مهارت حیرانوونکې بېلګه وه.»

ټرمپ همداراز وویل چې د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه به په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبري غونډه وکړي.

د برید ګواښ

د امریکا ولسمشر په خپل دوهم پیغام کې یو ځل بیا ایران ته ضرب‌الاجل تکرار کړ او ویې ویل:
«سې‌شنبه به د برېښنا کوټونو او پلونو ورځ وي — ټول به په یوه ورځ په ایران کې ترسره شي. داسې څه مخکې هیڅکله نه دي شوي!»

هغه د ایران چارواکو ته په خطاب کې ولیکل:
«ای لیونیو! دا لعنتي تنګی پرانیزئ، که نه نو دوزخ به درباندې نازل شي.»

د هغه اشاره د هرمزتنګی پرانیستلو ته ده، چې ټرمپ مخکې هم پرې ټینګار کړی و.

همداراز د پلونو او برېښنا کوټونو یادونه د هغه پخوانیو ګواښونو ته اشاره ده، ځکه چې هغه څو ځله د جګړې د پای ته رسولو لپاره دا بریدونه ځنډولي و.

خو تېره اوونۍ امریکايي ځواکونو د تهران په کرج ولسوالي کې پر یوه نوي جوړېدونکي پل بمباري ورکړه. (عکس د همدغه پُل دی)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له جنرال باجوه او راحیل شریف سره د ډاکټر اشرف غني د ملاقاتونو اجنډا څه وه؟

زما د ژوند خاطرې لیکوال: عبدالنافع کلیوال همت په ٢٠٠٩ کال کې چې ډاکټر صاحب اشرف غني ولسمشرۍ ته نوماند و، خواخوږي او کمپاین کوونکي یې...