تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران پر ضد د جګړې په ترڅ کې، متحدو ایالتونو په دې هېواد کې د حکومت ضد معترضانو ته وسلې استولې دي.
فاکس نیوز د هغه له قوله راپور ورکړی چې دا وسلې د کوردانو له لارې لېږل شوې دي.
ټرمپ وویل: «موږ ډېرې وسلې معترضانو ته واستولې. موږ دا د کوردانو له لارې ولېږلې، او زما په اند کوردانو دا وسلې له ځان سره ساتلې دي.»
د امریکا ولسمشر، چې تر دې وړاندې یې ایران ته د هرمز تنګي د نه پرانیستلو په صورت کې د ایران پر برېښنا کوټونو او پلونو د برید ګواښ کړی و، په دې مرکه کې وویل چې دی باور لري چې د دوشنبې په ورځ (نن) له ایران سره د هوکړې د ترلاسه کېدو «ښه چانس» شته.
هغه زیاته کړه: «زما په اند سبا ښه چانس شته، هغوی همدا اوس خبرې کوي.»
ټرمپ وویل: «که ژر هوکړې ته ونه رسېږي، هر څه به والوزوم او (د ایران) تېل به تر خپل کنټرول لاندې راولم.»
د ایراني مرکچیانو خوندیتوب
د فاکس نیوز خبریال (ټري ینګست) وویل چې ټرمپ ورسره په مرکه کې ویلي چې هغه ایراني مذاکره کوونکو ته «له مرګ څخه مصونیت» ورکړی دی، چې دا خپله د هغوی غوښتنه وه.
هغه په ایکس کې د ټرمپ له قوله لیکلي: «اصلي موضوع دا ده چې هغوی به هیڅکله اتومي وسلې ونه لري. حتی په دې اړه خبرې هم نه کېږي، موضوع دومره ساده ده.»
ټرمپ زیاته کړه: «دا موضوع مخکې لا منل شوې ده. پر ډېری مسلو لا دمخه موافقه شوې ده.»