تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۱۶ مه) د پېښو د مدیریت ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلونو له امله د مړو شمېر ۹۹ ته لوړ شوی او لږ تر لږه ۱۵۴ کسان ټپیان شوي دي، ځکه چې له څو اوونیو راهیسې شدید بارانونه د هېواد په ډېرو سیمو کې دوام لري.
د پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي چې د مارچ له ۲۶مې راهیسې نژدې ۶ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي، تر ۳۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي.
یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سېلونو په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، پروان، دایکنډي، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردک، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، بادغیس، غور، نیمروز، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړکې زیانونه هم اړولي دي.
د ملګرو ملتونو د مېشتځایونو (هبیتات) ادارې اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې تر ۳۱ زره ډېر خلک د ناڅاپي سېلابونو له امله اغېزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مېشتځایونو پروګرام د یکشنبې په ورځ وویل چې دا شمېر د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان د زیانګاله کېدو زیاتوالی ښيي.
دې ادارې د داسې زیربناوو پر اړتیا ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت ولري، او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره له ځانګړی اماني صندوق سره په ګډه کار کوي څو د راتلونکو پېښو پر وړاندې ټولنې لا پیاوړې شي.
وروستیو سېلونو کورونو، کرنیزو ځمکو او محلي زیربناوو ته هم زیان اړولی، چې دا کار پر هغو زیانګالو ټولنو فشار زیاتوي چې له مخکې څخه له بېوزلۍ، بېځایه کېدو او کمزورو عامه خدماتو سره مخامخ دي.
د ملګروملتو هبیتات وایي ډېری افغانان په داسې کمزورو مېشتځایونو کې ژوند کوي چې د اوبو د ایستلو مناسب سیستم نه لري او د سختو موسمي حالاتو پر وړاندې لږه خوندي دي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو سره ډېر مخ دی، او تکراري سېلونه، وچکالي او زلزلې پکې په دوامداره توګه د مرګژوبلې او پراخو ویجاړیو سبب کېږي، په ځانګړي ډول په هغو ښاري او کلیوالي سیمو کې چې کافي خدمات نه لري.
هیبتات څو ځله خبرداری ورکړی چې چټکه ښاري پراختیا، غیررسمي کورونه او کمزوري زیربناوې د افغان ټولنو زیانمنتیا نوره هم زیاتوي.
دې ادارې ویلي چې د ښارونو شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان په غیررسمي سیمو کې ژوند کوي، چېرته چې د مقاومت بنسټیز تدابیر نه وي موجود.
وروستي ارقام ښيي چې افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې خورا زیانګالی دی او اړتیا ده چې د سېلونو پر وړاندې قوي دفاعي تدابیر، خوندي کورونه او د اقلیمي بدلون لپاره اوږدمهاله ملاتړ ژر تر ژره برابر شي.