Homeخبرونهمحمدباقر قالیباف: د امریکا د ګواښ په ځّواب کې وویل«ټوله سیمه به...

محمدباقر قالیباف: د امریکا د ګواښ په ځّواب کې وویل«ټوله سیمه به اور واخلي»

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) د ایران د پارلمان (اسلامي شورا) ريیس محمدباقر قالیباف د یکشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د هغو ګواښونو په ځواب کې، چې د سې‌شنبې د ورځې د خبرو د ناکامېدو په صورت کې د ایران پر برېښناکوټونو او پلونو د برید خبره کړې وه، خبرداری ورکړ چې دا اقدام به «ټوله سیمه په اور کې وسوځوي».

هغه، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر د ایران له لوري د خبرو استازی بللی و، همداراز په ایکسپاڼه کې ولیکل چې د ټرمپ «بې‌اساسه حرکتونه» به «امریکا د هرې امریکايي کورنۍ لپاره په ریښتیني دوزخ بدل کړي».

قالیباف له امریکا څخه وغوښتل چې دا «خطرناکه لوبه» پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د یکشنبې په ورځ د بحرین، متحده عربي اماراتو او کویټ د انرژۍ زیربناوې په نخښه کړې دي.

له بلې خوا، ډونالډ ټرمپ ایران ته ضرب‌الاجل ټاکلی چې د امریکا د ختیځ په وخت د سې‌شنبې تر ماښامه پورې دې هرمزتنګی پرانیزي.

خو هغه په عین وخت کې هیله ښودلې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په روانو خبرو کې ښايي تر دوشنبې پورې یوه هوکړه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...