یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د ساینس فیکشن لیکوال ایساک اسیموف تلین

د ساینس فیکشن لیکوال ایساک اسیموف تلین

تاند- له نن ۳۲ کاله پخوا د ۱۹۹۲ د اپریل په ۶ مه  امریکايي لیکوال او بایوکینیست ایساک اسیموف (Isaac Asimov) په ۷۲ کلنۍ کې وفات شو.

اسیموف د ساینس فیکشن (علمي تخیلي) ناولونو او همداراز په دې خاطر په امریکا کې مطرح لیکوال ګڼل کېږي چې د عامو خلکو په ژبه یې ساینسي کتابونه لیکلي دي.

ده شاوخوا ۵۰۰ کتابونه لیکلي یا تالیف کړي چې تر ټولو مشهور یې (Foundation) او روبات (robot) دي.

اسیموف په درې کلنۍ کې امریکا ته بیول شوی. د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې لوی شوی دی. پلار یې په بروکلین کې لومړی واړه کارونه کول خووروسته یې ډیرې پیسې وګټلې او څو پلورنځي یې واخیستل. ایساک له پلار او خور سره په ۱۹۲۸ کې د امریکا تابعیت ترلاسه کړ. اسیموف په ۹ کلنۍ کې له خپل پلار سره په پلورنځي کې کار پیل کړ. سهار وختي به پاڅېده او د شپې ناوخته به کور ته تو. د ده د پلار په دوکان کې د نورو شیانو ترڅنګ راز راز مجلې هم پلورل کېدې او ایساک به د دوکاندارۍ ترڅنګ د مجلو ساینس فیکشن کیسې لوستې. د دغو کیسو مطالعې له علمي تخیلي کیسو سره د ده مینه زیاته کړه.

 په ۱۹۳۹ کې یې په کولمبیا پوهنتون کې په کیمیا کې لیسانس وکړ. ده غوښتل چې ډاکتر شي او د همدې لپاره یې په نیویارک کې درې ځایه هڅه وکړه خو ونه منل شو.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته یې په ۱۹۴۸ کې له کولمبیا پوهنتونه دوکتورا واخیسته. هاله په باسټن پوهنتون کې اسیستانت شو. په همدې موده کې اسیموف «د انسان میتابولیزم او بایو کیمي» کتاب ولیکه.

په ۱۹۵۸ کې یې د پوهنتون استادي د دې لپاره پرېښوده چې د علمي تخیلي کیسو لیکلو ته وخت ومومي. له دې ډیر وروسته په باسټن پوهنتون کې پروفیسر وګومارل شو.

د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې یې په فیلادیلفیا کې د سمندري ځواک د تجربو په مرکز کې د ساینس فیکشن له لیکوال رابرټ هینلین (Robert Heinlein) او (ایل. سپراګ دي کمپ) سره کار کاوه.

ده په ۱۹۳۹ کې په ساینس فیکشن مجلو کې د کیسو په خپرولو پیل وکړ. لومړۍ کیسه یې، چې (Marooned off Vesta) نومېده، د حق الزحمې په بدل کې پر امېزینګ سټوریز (Amazing Stories) مجله کې خپره کړه.

اسیموف له هوايي سفرونو سخت ډارېده. یوازې دوه ځلې په الوتکه کې سپور شوی او له هغه وروسته یې تل په امریکا کې دننه په ریلاګادي کې او اروپا او افریقا ته په بیړۍ کې سفر کاوه. مخکې تر دې چې اسیموف د ۱۹۹۲ د اپریل په ۲ مه په ۷۲ کلنۍ کې مړ شي، دوه ځلې د زړه په ناروغۍ له مړینې وژغورل شو. په ۱۹۷۷ کې د زړه حمله پرې راغله او د ۱۹۸۳ په دسمبر کې یې د زړه جراحي عملیات وکړل. د جراحي عملیاتو له کبله په طبیعي ډول ناروغ وینه ضایع کوي او نورې وینې ته اړتیا لري خو کومه وینه چې ده ته ډاکترانو تزریق کړه، هغه په آیچ آی وي یا د ایډز ناروغۍ په ویروسو ککړه وه. له همدې کبله په ایډز اخته شو او له همدې ناروغۍ ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب