تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۱۷ مه) په داسي حال کې چې نړیواله ټولنه په تدریج افغانستان او افغانان له خپلو مرستو هېروي، هند د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د وروستیو سېلونو او زلزلې له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره دې هیواد ته یو شمېر بشري مرستې لېږلې دي.
د هند په دې بشري مرستو کې د پخلنځي وسایل، د حفظ الصحې کټونه، کمپلې او بړستنې او نور ضروري توکي شامل دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل چې نوې ډیلي د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او په سختو شرایطو کې د بشري مرستو ورکولو ته ژمن دی.
دغه هندي چارواکي کابل ته د لېږل شویو مرستو اندازه نه ده څرګنده کړې، خو له خپرو شویو عکسونو ښکاري چې د پام وړ مرستې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې دي.
هند کابو تل له افغانستان سره په سختو شرایطو کې بشري مرسته کړې ده.
تر دې وړاندې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره تر ټولو ډېره مرسته هند وکړه.
دغه هیواد په ځلونو افغانستان ته واکسینونه او درمل استولي دي.
د یکشنبې په ورځ د پېښو د مدیریت ادارې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو سېلونو له امله د مړو شمېر ۹۹ ته لوړ شوی او لږ تر لږه ۱۵۴ کسان ټپیان شوي دي، ځکه چې له څو اوونیو راهیسې شدید بارانونه د هېواد په ډېرو سیمو کې دوام لري.
د پېښو د مدیریت ملي ادارې ویلي چې د مارچ له ۲۶مې راهیسې نژدې ۶ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي، تر ۳۶۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي.
د دې ادارې د یکشنبې د ورځې د خبرپاڼې پر اساس، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
سېلونو په بېلابېلو ولایتونو لکه کابل، پروان، دایکنډي، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، میدان وردک، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هرات، بادغیس، غور، نیمروز، سمنګان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان او کونړکې زیانونه هم اړولي دي.